Book Name:Faizan e Imam Hasan Basri

د امام حَسَن بَصري رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه لنډه پيژندګلو

خوږو او محترمو اسلامي ورونړو! حضرت امام حَسَن بَصري رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه د اوچتې مرتبې والا تابعي بزرګ دے * د يو روايت مطابق هغوئي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه ته د 130 صحابۀ کرامو عَليهمُ الرّضوَان سره د ملاقات شرف حاصِل دے * په دوئي کښې 70 بدري (يعني په غزوۀ بدر کښې شرکت کوونکي) صحابۀ کرام عَليهمُ الرّضوَان هم شامل دي۔ ([1]) * امام حَسَن بَصري رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه په مدينۀ مُنوَّره کښې د مسلمانانو د دويم خليفه حضرت عمر فاروقِ اعظم رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ په خلافت کښې دنيا ته تشريف راوړلو۔ ([2]) * دنيا ته د تشريف راوړلو نه پس هغوئي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه د امير المؤمنين حضرت عمر فاروقِ اعظم رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ په خِدمت کښې حاضر کړے شو، د هغوئي رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ په خوښه باندې د هغوئي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه نوم حَسَن کيښودے شو۔  ([3]) * د امام حَسَن بَصري رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه کُنِيَّت ابو سعيد دے۔ ([4]) * د هغوئي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْهمور بي بي د مسلمانانو د خوږې مور جانې حضرت اُمِّ سلمه رَضِىَ اللهُ عَـنْها وينزه وه۔ ([5]) * نقل دي: چې کله به د امام حَسَن بَصري رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْهمور بي بي په څه کار کښې مصروفه وه او هغوئي به ژړل نو اُمُّ المؤمنين حضرت اُمِّ سلمه رَضِىَ اللهُ عَـنْها به د هغوئي د چپ کولو د پاره د مينې نه هغوئي له پئ ورکول۔ ([6]) * علمائے کرام فرمائي: چې د اُمُّ المؤمنين حضرت اُمِّ سلمه رَضِىَ اللهُ عَـنْها په ذريعې سره امام حَسَن بَصري رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه ته د سرکارِ عالي


 

 



[1]...سِیَرُ اَعْلام ِالنُّبَلاء، جلد:5، صفحہ:459۔

[2]... سِیَرُ اَعْلام ِالنُّبَلاء، جلد:5، صفحہ:457۔

[3]... تذکرۃُ الْاَوْلیَاء، صفحہ:34 ملخصاً۔

[4]... سِیَرُ اَعْلام ِالنُّبَلاء، جلد:5، صفحہ:456۔

[5]... سِیَرُ اَعْلام ِالنُّبَلاء، جلد:5، صفحہ:457 ملتقطًا۔

[6]... آداب الحسن البصری، صفحہ:23