Book Name:Faizan e Imam Hasan Basri

کلے اووئيلو، نوے راغلے صاحب هم په هغه حلقه کښې کښيناستو۔ څه وخت پس اذان اوشو، د ماسپخين لمونځ د جَمعې سره ادا کړے شو، بيا خلق خپلو خپلو کورونو ته لاړل۔ اوس د مَسجِدُ الخَيف امام صاحب يواځې وو، پخواني حافظ صاحب موقع اوموندله او د امام صاحب په خِدمت کښې حاضر شو، سلام ئې اوکړو، لاسونه ئې ښکل کړل او په ژړا ئې خپله د غم نه ډکه قيصه بيان کړه او اوئې وئيل چې څنګه د هغه نه د يوې ګناه په سزا کښې ټول قرآنِ پاک هير کړے شو۔

امام صاحب مَاشَآءَ اللہ! د کراماتو والا ولي وو، د هغوئي د دُعا په برکت سره د حافِظ صاحب هير شوے قرآنِ کريم بيرته راياد شولو۔ اوس امام صاحب پوښتنه اوکړه: تاسو ته زما دَرَک چا درکړو؟ عرض ئې اوکړو: امام حَسَن بَصري رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه ۔ دا ئې چې واوريدل نو امام صاحب اوفرمائيل: ښه ۔۔۔!! هغوئي زما راز ښکاره کړے دے، اوس زه هم د هغوئي راز ښکاره کووم، واوره! د ماسپخين نه مخکښې چې د کوم صاحب په راتللو مونږه ټول پاڅيدو او تعظيم مو اوکړو، هغه شخصيت امام حَسَن بَصري رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه وو، هغوئي په خپلو کراماتو هره ورځ د بصرې نه دلته مِنیٰ شريف ته تشريف راوړي او دلته د ماسپخين لمونځ ادا کوي۔ امام صاحب نور اوفرمائيل: امام حَسَن بَصري رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه چې د چا راهنما (Leader) وي، هغه ته د چا غير حاجت نشته۔۔۔!! ([1])

جو نبی کا غلام ہوتا ہے                                                  قابلِ احترام  ہوتا ہے

جو  ہو اللہ کا ولی اُس کا                                                   فیض  دنیا  میں  عام  ہوتا  ہے([2])

صَلُّوۡا عَلَى الۡحَبِيۡب                                                                 صَلَّى اللّٰهُ عَلٰى مُحَمَّد


 

 



[1]... تذکرۃُ الْاَوْلیَاء، صفحہ:40۔

[2]...وسائل بخشش، صفحہ:440،441 ملتقطاً