Book Name:Faizan e Imam Hasan Basri

امام حَسَن بَصري رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه د بَصرې سردار دے

د امام حَسَن بَصري رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه په وخت مبارک کښې يو کَس وو: حَجَّاج بن يُوسُف۔ د هغه وخت حکمران وو او ډير ظالم وو۔ يوه ورځ حَجَّاج بن يُوسُف د حضرت خالِد بن صَفوان رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه نه پوښتنه اوکړه: د بَصرې سردار څوک دے؟ اوئې فرمائيل: حضرت حَسَن بَصري رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه ۔ حَجَّاج  ته په حيرانتيا سره اووئيل: دا څنګه کيدے شي؟ حَسَن بَصري خو غُلام زاده [يعني د غُلام ځوي] دے۔ حضرت خالد بن صَفوان رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْهاوفرمائيل: حقيقي سردار حضرت حَسَن بَصري رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه دے ځکه چې خلق د عِلمِ دين په زده کولو کښې د هغه محتاجه دي خو امام حَسَن بَصري رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه د چا بنده محتاجه نه دے۔ په الله پاک مې دې قسم وي! ما د بَصرې څوک داسې عزت داره نه دے ليدلے کوم چې د امام حَسَن بَصري رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه په خدمت کښې د حاضرئ خواهش نه لري، ټول د هغوئي د وَعظ اوريدو خواهش لري، د هغوئي په خدمت کښې د حاضرئ د پاره بے قراره دي۔

دا ئې چې واوريدل نو حَجَّاج بن يُوسُف اووئيل: وَالله (يعني په الله پاک مې دې قسم وي)! دغه اَصلي سرداري ده۔ ([1])

عِلمِ دِين سردار جوړوي

خوږو او محترمو اسلامي ورونړو! واقعي رښتيا دي چې عِلمِ دِين او په دې باندې عَمَل دا 2 څيزونه چې په کوم انسان کښې جمع شي، هغه سردار جوړوي۔ د صحابئ رسول حضرت اَنَس بن مالِک رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ نه روايت دے، مُعَلِّمِ کائنات، فخر موجودات صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم


 

 



[1]... جامع بیان العلم و فضلہ، جلد:1 ،صفحہ:242، رقم:332 ۔