Book Name:Faizan e Imam Hasan Basri

راته اووائيئ چې د امام حَسَن بَصري رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه سره څه معامله اوکړے شوه؟ اوئې فرمائيل: هغوئي ته په ما باندې 90 درجې فضيلت ورکړے شو۔ ما چې ترې وجه اوپوښتله نو اوئې فرمائيل: هغوئي ته دا مرتبه هر وخت د (آخرت په فِکر کښې) د غمژن کيدو په وجه عطا کړے شوه۔ ([1])

الله پاک دې په امام حَسَن بَصري رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه باندې کروړونه رحمتونه نازل کړي او د هغوئي په برکت دې زمونږه د آخِرت د فِکر، د الله پاک نه د ويرې، د دوزخ نه د بچ کيدو او د جنّت حاصلولو شوق او د قبر او د آخِرت د تيارئ توفيق نصيب کړي۔ کاش! چې د دُنيا د ټولو غمونو نه خلاصے ميلاؤ شي او صِرف او صِرف د مدينې غم نصيب شي۔   اٰمِيۡن بِجَاهِ النَّبِيِّ الۡاَمِيۡن  صَلَّى اللّٰهُ عَلَيۡهِ وَاٰلِه وَسَلَّم

په 12 ديني کارونو کښې يو ديني کار: مدني قافله

خوږو او محترمو اسلامي ورونړو! د اوليائے کرامو د فيضان موندلو، د آخِرت د فِکر، د الله پاک د ويرې او د عشقِ مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم نه د جولئ ډَکولو، د ګناهونو نه د بچ کيدو او د نيک لمونځ ګزاره جوړيدو د پاره د عاشقانِ رسول د ديني ماحول لمن اونيسئ! په 12 ديني کارونو کښې هم ښه په شوق سره برخه اخلئ! اِنْ شَآءَ اللہُ الْکَرِیم! د دنيا او د آخِرت بے شميره خيرونه به مو نصيب شي۔ په 12 ديني کارونو کښې يو ديني کار  مدني قافله هم ده۔ راځئ! د ترغيب د پاره يو مدني سپرلے اورو:

د مدينې د سفر سعادت ميلاؤ شو!

د شيخوپوره (پنجاب، پاکستان) د يو اسلامي ورور د بيان خلاصه ده: اَلْحَمْدُ لِلّٰہِ! ماته د


 

 



[1]... حلیۃ الاولیاء، جلد:2، صفحہ:154، رقم:1782۔