Book Name:Faizan e Imam Hasan Basri

نِيَّتونه اوكړئ: مَثَلاً نِيَّت اوکړئ چې * د الله پاک د رضا د پاره به بيان اورم * عِلمِ دِين به زده کووم * پوره بيان به اورم * د عِلمِ دِين د تعظيم [يعني ادب] په نِيَّت به بااَدبه كښينم * نصيحت به حاصلووم * د اَحمَدِ مجتبیٰ، مُحَمَّدِ مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم پاک نوم چې واورم نو درودِ پاک به لولم۔ 

صَلُّوۡا عَلَى الۡحَبِيۡب                                                                 صَلَّى اللّٰهُ عَلٰى مُحَمَّد

هره ورځ د بَصرې نه مِنیٰ شریف ته تلونکے د کراماتو والا بزرګ

شيخ فريد الدِّين عطّار رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه په خپل کتاب تذکرۃ الاولِيَاء کښې ليکي: يو حافظ او قاري صاحِب به په مدرسه کښې قرآنِ پاک ښودلو، يو ځل دا د نفس او شيطان په جال کښې ګير شو او بد نظري ئې اوکړه، څنګه چې د هغه نه دا غلطي اوشوه، فوراً د هغه نه ټول قرآن شريف هير شو۔

هغه ښه توبه کړه او په ژړا ژړا د مشهور تابعي بزرګ حضرت امام حَسَن بَصري رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه په بارګاه کښې حاضر شو، ټوله واقعه ئې بيان کړله او خواست ئې اوکړو چې عالي جاه! زما د پاره دُعا اوکړئ چې الله پاک زما خطا معاف کړي او ماته قرآنِ کريم بيا راياد شي۔ حضرت امام حَسَن بَصري رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه د غم ځپلي حافِظ صاحِب مرسته اوکړه او اوئې فرمائيل: روان کال د حج سعادت حاصل کړه! او د منیٰ شریف مَسجِدُ الخَيف شريف ته لاړ شه! د هغه ځائے په امام صاحب باندې دُعا اوکړه (الله پاک به کرم اوکړي)۔ حافِظ صاحب د حج د پاره روان شو او په مِنیٰ شريف کښي مَسجِدُ الخَيف ته اورسيدو، دا د ماسپخين نه لږ مخکښې وخت وو، يو نوراني مخ والا د زيات عمر امام صاحِب په مِحراب کښې تشريف ايښودے وو او خلق د هغوئي نه ګير چاپيره ناست وو۔ څه وخت پس يو صاحب تشريف راوړلو، د امام صاحب سره سره ټول [خلق] اودريدل او هغوئي ته ئې هر