Book Name:Faizan e Imam Hasan Basri

دغه شان امام علي بن حُسَين (يعني امام زينُ العابِدِين رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ ) ته چې يو ځل د امام حَسَن بَصري رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه يو فرمان واورولے شو، نو امام زينُ العابدين رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ اوفرمائيل: سُبْحٰنَ اللہِ! ہٰذَا کَلَامُ الصِّدِّیق دا خو د چا صِدِّيق کلام دے۔ ([1])

د امام حَسَن بَصري رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه د فِکر نه يو ډَک فرمان

خوږو او محترمو اسلامي ورونړو! د امام حَسَن بَصري رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْهمبارک فرمان کوم ته چې امام زينُ العَابِدِين رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ د صِدِّيق کلام اوفرمائيلو، هغه فرمانِ عالي شان څه دے؟ راځئ! واورئ! امامُ العلماء، امام حَسَن بَصري رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْهاوفرمائيل:

لَیْسَ الْعَجَبُ لِمَنْ ہَلَکَ کَیْفَ ہَلَکَ؟ وَ اِنَّمَا الْعَجَبُ لِمَنْ نَجَا کَیْفَ نَجَا؟

 يعني حيرانتيا دا نه ده چې هلاکيدونکے څنګه هلاک شو؟ حيرانتيا خو په دې باندې ده چې خلاصي موندونکي خلاصے څنګه اوموندلو؟

خوږو او محترمو اسلامي ورونړو! غور اوکړئ! څومره د فِکر او سبق نه ډَک فرمان دے۔ کوم بنده چې د قيامت په ورځ په هلاکت کښې پريوتو د چا د پاره چې د دوزخ حکم واورولے شو په هغه باندې څه حيرانتيا؟ دوزخ ته تلل خو ډير آسان دي * شيطان هر وخت د انسان په بے لارې کولو کښې لګيا دے * نفسِ اَمَّاره په خواهشونو کښې انخلوي * نفس سستي ورکوي * د نيکو نه منع کوي * په ګناهونو کښې مزه بيامومي دې د پاره په ګناهونو کښې اخته کيدل او د دوزخ حقدار جوړيدل خو ډير آسان کار دے۔


 

 



[1]... آداب الحسن البصری، صفحہ:23۔