Book Name:Faizan e Imam Hasan Basri

کړې او [د ځان سره ئې] اوساتلې نو د کوهي اوبه ښکته لاړلې۔ د دې نه معلومه شوه: چې تَوَکُّل (يعني په الله پاک باندې باور) نه لرل د محرومئ وجه ده۔ مونږ له پکار دي چې * مونږ په الله پاک باندې باور اوکړو * خپل يقين پوخ کړو * کوم رَبِّ کريم چې ټولو مخلوقاتو له رزق ورکوي يقيناً هغه به ئې مونږ له هم راکړي * کوم چې د سحر خوراک راکړے دے، د شپې به هم هغه راکوي * کوم چې په ماشومتوب کښې د پئيو [شودو] نعمت راکړو، په ځوانئ کښې به هم هغه زمونږ رَبّ مونږ له راکوي، په زيات عمر کښې به ئې هم هغه عطا کوي۔ دې د پاره په الله پاک باور ساتل پکار دي، خپل يقين پخول پکار دي، الله پاک په قرآنِ کريم کښې ارشاد فرمائي:

وَ مَنۡ  یَّتَوَکَّلۡ عَلَی اللّٰہِ  فَہُوَ حَسۡبُہٗ ؕ  (سيپارو: 28، سورة طلاق: آيت: 3)

ترجَمۀ کنزُ الايمان: او څوک چې په الله باور اوکړي نو هغه ده له کافي دے۔

 د تَوَکُّل په فضيلتونو باندې 2 حديثونه

(1): د مسلمانانو د دويم خليفه حضرت عمر فاروقِ اعظم رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ نه روايت دے، د الله پاک آخري نبي، رسولِ هاشمي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم اوفرمائيل: که چرې تاسو په الله پاک باندې داسې تَوَکُّل اوکړئ لکه څنګه تَوَکُّل کول چې حق دے نو تاسو له به هغه شان رزق درکړے شي لکه څنګه چې مرغو له رزق ورکولے شي، هغه سحر وږې ووځي او ماښام په مړه ګيډه واپس راځي۔ ([1]) (2): د صحابئ رسول حضرت ابو هريره رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ نه روايت دے، د


 

 



[1]...ترمذی، کتاب الزہد، باب فی التوکل علی اللہ، صفحہ:560، حدیث:2344۔