Book Name:Chehra e Mustafa Dekhtay Rahey Gay

د حُسن سره سره فتنې وي، چرته چې حُسن وي، هلته د شيطان حمله زيات کار کوي، څومره عبادت ګزاره دي چې د حُسن په فتنه کښې پريوتل او په ګناهونو کښې اخته شول، څومره زاهدان دي چې د حُسن په فتنه کښې اخته شول او د دوزخ په لاره روان شول، دا د دنيا د عام حُسن خبره ده، قربان شم! زمونږه آقا او مولا، مکي مدني مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِه وَسَلَّم د ټولو نه زيات ښکلے دے خو د هغوئي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِه وَسَلَّم حُسن داسې نه دے، د دنيا ښکلي چې په کوم ځائے تيريږي، په هغه ځائے کښې فتنې جوړيږي، زمونږه آقا او مولا، مکي مدني مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِه وَسَلَّم چې په کوم ځائے تير شي، هلته د هدايت نور ځليږي، رَبِّ کائنات د خپل محبوب صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِه وَسَلَّم مخ مبارک داسې جوړ کړے دے چې څوک هم د دې ښکلي مخ ديدن اوکړي که چرې ازلي بد بخته نه وي نو د کلمې وئيلو نه بغيربہ نه پاتې کيږي۔

د اعلیٰ حضرت شهزاده، مولانا مصطفٰے رضا خان رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه فرمائي چې:

وہ حَسِیْں کیا جو فتنے اُٹھا کر چلے                      ہاں حَسِیْں تم ہو فتنے مٹا کر چلے

رَبّ کے بندوں کو رَبّ سے مِلا کر چلے             جلوۂ حق وہ ہم کو دِکھا کر چلے

جگمگا ڈالیں گلیاں جدھر آئے وہ                   جب چلے وہ تو کُوچے بسا کر چلے

کیسا تاریک دُنیا کو چمکا دیا                         سارے عالَم میں کیسی ضِیاکر چلے([1])

د نور نه ډک مخ د نبوت دليل دے

الله پاک په قرآنِ کريم کښې فرمائي:

یَّكَادُ زَیْتُهَا یُضِیْٓءُ وَ لَوْ لَمْ تَمْسَسْهُ نَارٌؕ-نُوْرٌ عَلٰى نُوْرٍؕ یَهْدِی اللّٰهُ لِنُوْرِهٖ مَنْ یَّشَآءُؕ    (پارہ:18 ،سورۂ نور :35)

ترجمۀ کنزُ الايمان: نزدې ده چې د دی تيل لمبہ اووھی اګرچه هغې ته اوور اونه رسی  د نور دباسہ  نور دے الله د خپل نور لاره ښائي چا ته چې ئې خوښه شي۔


 

 



[1]...سامان ِ بخشش ،صفحہ:179 -180 ملتقطاً۔