Book Name:Chehra e Mustafa Dekhtay Rahey Gay

پلار ورور او خاؤند ئې شهيدان شول

اے عاشقانِ رَسُول! دا دے د حُسنِ مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِه وَسَلَّم ځانګړے شان، چې څوک ئې اوويني، بس ګوري ورته۔ په جنګِ اُحد کښې د يو انصاري صحابيه رَضِىَ اللهُ عَـنْها پلار، ورور او خاؤند شهيدان شول۔ هغې ته چې دا خبر ميلاؤ شو نو هيڅ پرواه ئې نه وه او پوښتنه ئې اوکړه: دا اووائيئ چې خوږ آقا، د مدينې مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِه وَسَلَّم څنګه دے؟ کله چې ورته اووئيلے شو چې رسولِ اکرم، نورِ مُجَسَّم ښه دے هغې انصاري صحابيه رَضِىَ اللهُ عَـنْها اووئيل: په ما باندې د رسول الله صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِه وَسَلَّم زيارت اوکړئ۔ چې کله ئې د هغوئي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِه وَسَلَّم زيارت اوکړو نو عرض ئې اوکړو: کُلُّ مُصِیْبَةٍ بَعْدَكَ جَلَلٌ يعني یارسول اللہ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِه وَسَلَّم چی تاسوئے نوبیا هرمصيبت معمولي دے۔ ([1])

بڑھ کر اُس نے رُخِ اَنْوَر کو جو دیکھا تو کہا!           تُو سَلامَت ہے تو پھر ہیچ ہیں سب رَنْج و اَلَم

مَیں بھی اور باپ بھی شوہَر بھی بَرادَر بھی فِدا        اے شہِ دیں!تِرے ہوتے کیا چیز ہیں ہم

صَلُّوۡا عَلَى الۡحَبِيۡب                                                      صَلَّى اللّٰهُ عَلٰى مُحَمَّد

حُسنِ مصطفٰے حُسنِ هدايت دے

اے عاشقانِ رَسُول! د حُسنِ مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِه وَسَلَّم ډير زيات کمالونه اوجدا شانونه دي، مثلاً حُسنِ مصطفٰے کامِل ترين (پوره) حُسن دے، په دنيا کښې څوک هم زمونږ د آقا او مولا، مکي مدني مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِه وَسَلَّم نه زيات ښائسته نشته، تر دې پورې چې د حضرت يُوسُف عَلَیْهِ السَّلَام  حُسنِ مبارک هم د حُسنِ مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِه وَسَلَّم يو جُز (حصه) دے، دغه شان د هغوئي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِه وَسَلَّم حُسن مبارک حُسنِ مَلِيح (يعني زړه راښکونکے حُسن) دے، بعضې حُسن داسې وي کوم چې سترګې بریخوی ،هغې ته زيات نشې کتلے خو د رسولِ اکرم، نورِ مُجَسَّم صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِه وَسَلَّم حُسن مبارک حُسنِ مَلِيح دے، دې ته چې اوګورې نو سترګې ترې بل طرف ته نه اوړي، زړه ترې نه مَړيږي۔

د حُسنِ مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِه وَسَلَّم يو ځانګړے او بے مثاله شان دا دے چې حُسنِ مصطفٰے حُسنِ هدايت دے۔ په دنيا کښې په لکونو، کروړونو بلها ښکلي تير شوي دي، تر قيامته پورې به وي خو عموماً داسې وي چې


 

 



[1]...  صحابیات اور عشقِ رسول، صفحہ:17 بتغیر قلیل۔