Book Name:Chehra e Mustafa Dekhtay Rahey Gay

صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِه وَسَلَّم د ديدن په باره کښې واوريدل، غور اوکړئ! د مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِه وَسَلَّم د ديدن کولو څنګه څنګه برکتونه دي۔۔۔؟ * زمونږه د آقا او مولا، مکي مدني مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِه وَسَلَّم په ظاهري ژوند کښې چې چا په صفا زړه سره د نوراني مخ زيارت اوکړو، د هغوئي د ايمان دولت نصيب شو * د مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِه وَسَلَّم د ديدن کوونکو صحابۀ کرامو عَليهمُ الرّضوَان سره الله پاک د جنّت لوظ اوفرمائيلو * د مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِه وَسَلَّم ديدن کوونکي صحابۀ کرام عَليهمُ الرّضوَان د هدايت ستوري جوړ شول * د قيامت د ورځې پورې د راتلونکو مسلمانانو سرداران اوګرځولے شول * کومو خوش قسمتو چې د مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِه وَسَلَّم ديدن کوونکي (يعني صحابۀ کرام عَليهمُ الرّضوَان ) اوليدل، دا برکتونه هغوئي ته هم ميلاؤ شول يعني تابعي، تبع تابعي هم د جنّت حقداران اوګرځيدل، د دوئي په برکت سره به سختئ لرې کيدلې، تر څو پورې چې يو صحابي، يو تابعي يا يو تبع تابعي هم په دنيا کښې تشريف فرما وو، اُمّت په خير او نيکئ باندې وو۔

 *  دغه شان تر قيامته پورې چې کوم خوش قسمته په خوب کښې د مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِه وَسَلَّم ديدن کوي، د هغوئي به هم د کمال برکتونه نصيب کيږي، رحمت، عزّت، نعمت، استقامت، طاقت، بزرګي، دولت، کاميابي او سعادت به ورته ميلاويږي * په خوب کښې د مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِه وَسَلَّم د ديدن په برکت سختې حل کيږي، غمونه لرې کيږي، مُرادونه پوره کيږي * او د ټولو نه لوئي نعمت دا دے چې په خوب کښې د هغوئي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِه وَسَلَّم ديدن اوکړي نو زر به په ويخه په غړيدلو سترګو په دنيا کښې يا د قيامت په ورځ د مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِه وَسَلَّم ديدن کوي، زمونږه ايمان دے او د رحمتِ مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِه وَسَلَّم نہ مو پوخ اُمِّيد دے چې کوم خوش قسمته مسلمان ته د قيامت په ورځ د مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِه وَسَلَّم ديدن نصيب شی، اِنْ شَآءَ اللہُ الْکَرِیم! مصطفٰے جانِ رحمت، شمعِ بزمِ هدايت صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِه وَسَلَّم به د هغه شفاعت کوي او جنّت ته به ئې هم بوځي۔

فرمائیں گے جس وَقت غلاموں کی شفاعت     مَیں بھی ہوں غلام آپ کا مجھ کو نہ بُھلانا

فرما کے شَفاعت مِری اے شافِعِ محشر!             دوزخ سے بچا کر مجھے جنت میں بسانا

د مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِه وَسَلَّم د ديدن شوق

خوږو او محترمو اسلامي ورونړو! په خوب کښې د مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِه وَسَلَّم ديدن نصيب کيدل يقيناً زمونږ د وَس کار نه دے، دا د هغوئي کرم، د هغوئي عنايت دے، چې چا له اوغواړي ور ئې کړي۔ البته شوق خو مونږ له پکار دے، چې دا شوق خو وي چې کاش! يوه ورځ د درودِ پاک په لوستو لوستو سره سترګې پټې شي، اوده بخت مو رابيدار شي او کاش! چې زمونږه خوږ آقا او مولا، مکي مدني مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِه وَسَلَّم د خپلو غلامانو مدد کولو د پاره په خوب کښې تشريف راوړي۔

دیدار کے قابِل تو نہیں چشمِ تمنّا                    لیکن وہ کبھی خواب میں آئیں تو عجب کیا