Book Name:Chehra e Mustafa Dekhtay Rahey Gay

دا د يو دروغژن مخ نشي کيدے

حضرت عبد الله بن سلام رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ د اسلام قبلولو نه مخکښې د غيرمسلمو يو ډير لوئے عالم وو، هغوئي فرمائي چې: يوه ورځ په مدينه منوره کښې خبر خور شو چې مُحَمَّد صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِه وَسَلَّم (چا چې د مکې مکرمې په زمکه باندې د نبوت اعلان کړے دے، هغوئي) هجرت کړے دے او مدينې منورې ته ئې تشريف راوړے دے، د دې خبر اوريدو سره خلقو په بارګاهِ رسالت کښې حاضري شروع کړه، ما غوښتل چې زه هم اوګورم چې دا کومه هستي ده؟ نو زه هم په بارګاهِ رسالت کښې حاضر شوم، کله چې ما د خلقو په ګَنړه ګُنړه کښې د رسول الله صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِه وَسَلَّم مخ مبارک اوليدلو نو اوه مې وئيل: اَنَّ وَجْہَہٗ لَیْسَ بِوَجْہِ کَذَّاب دا د نور نه ډک مخ د يو دروغژن مخ نشي کيدے (يقيناً دا واقعي د الله پاک رښتونے نبي دے)۔ ([1])

جس سے تاریک دل جگمگانے لگے                اس چمک والی رنگت پہ لاکھوں سلام

صَلُّوۡا عَلَى الۡحَبِيۡب                                                      صَلَّى اللّٰهُ عَلٰى مُحَمَّد

ايمان ئې په زړه کښې کور جوړ کړو

حضرت ابو رافع رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ به په مکه مکرمه کښې اوسيدلو، يو ځل د قريشو کافِرانو هغوئي خپل قاصِد جوړ کړل او بارګاهِ رسالت ته ئې اوليږل، هغوئي فرمائي: چې زه کله د رسولِ اکرم، نورِ مُجَسَّم صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِه وَسَلَّم په خدمت کښې حاضر شوم نو چې څنګه مې دھغوی دا ښکلے مخ اوليدلو نو اسلام مې زړه ته ننوتلو۔ ([2])

 حضرت حارِث بن عَمرو سهمي رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ فرمائي چې: رسولِ رحمت، شفيعِ اُمّت صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِه وَسَلَّم په مِنیٰ شریف کښې تشريف فرما وو، زه ئې په خدمت کښې حاضر شوم، ما اوليدل چې: هلته کلي وال خلق اوسيدل، چا چې به هم د هغوئي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِه وَسَلَّم مخ مبارک ته کتل، هغوئي به وئيل: ہٰذَا وَجْہٌ مُبَارَکٌ دا ډير د برکت والا مخ دے۔ ([3])

حضرت ابو رُمثه تميمي رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ دخپل ځوي سره راحاضر شو، د خلقو نه ئې پوښتنه اوکړه: رسول الله صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِه وَسَلَّم چرته تشريف فرما دے؟ چې کله ورته خلقو اوخودو نو فرمائي: چې ما څنګه د دواړو جهانونو


 

 



[1]...ابن ماجہ ، کتاب اقامۃ الصلوۃ  و السنۃ فیہا ،باب ما جاء فی قیام اللیل،صفحہ:215 ،حدیث:1334۔

[2]...ابو داؤد ،کتاب الجہاد ،باب فی الامام یستجن بہ  فی العہود ،صفحہ: 441 ،حدیث:2758۔

[3]...ابو داؤد ،کتاب المناسك ،باب فی المواقیت ،صفحہ:283 ،حدیث:1742۔