Book Name:Chehra e Mustafa Dekhtay Rahey Gay

کړي، په کومې پہ وجہ چې به دوئي د دوزخ د اور نه بچ شي۔ (سُبْحٰنَ اللہ! ) د حُضُورِ انور صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِه وَسَلَّم د ليدلو والا سترګو زيارت هم د جنّتي کيدو ذريعه ده۔ ([1])

د تابعي د ليدونکو د پاره هم زيرے دے

د حضرت عبد الله بن بُسر رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ نه روايت دے چې، سرکارِ عالي وقار، مکي مدني تاجدار صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِه وَسَلَّم اوفرمائيل: طُوْبیٰ لِمَنْ رَاٰنِی وَ آمَنَ بِی وَلِمَنْ رَاٰی مَنْ رَاٰنِی وَلِمَنْ رَاٰی مَنْ رَاٰی مَنْ رَاٰنِی وَ آمَنَ بِیْ و َ حُسْنَ مَآب چا چې زه اوليدلم اوپہ مائے ايمان راوړو د هغه د پاره هم زيرے دے، چا چې زما ليدونکے (يعني صحابي) اوليدو، د هغه د پاره هم زيرے دے او چا چې زما د ليدونکي ليدونکے (يعني تابعي) اوليدو او ايمان ئې راوړو، د هغه د پاره هم زيرے دے او ښه ځائے دے۔ ([2])    

په يو روايت کښې دي: د رسولِ اکرم، نورِ مُجَسَّم صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِه وَسَلَّم نه پوښتنه اوکړے شوه چې: يَا رسولَ الله صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِه وَسَلَّم! طُوبیٰ څه څيز دے؟ اوئې فرمائيل: طُوبیٰ يوه جنّتي وَنه ده۔ ([3])

يعني د حديثِ پاک معنٰی به دا جوړيږي: چا چې زه اوليدلم او ايمان ئې راوړو، هغه هم جنّتي دے، د جنّتي وَنې طُوبیٰ مالِک به وي، چا چې زما ليدونکے (يعني صحابي) اوليدو، هغه هم جنّتي دے، هغه به هم د جنّتي وَنې طُوبیٰ مالِک وي او چا چې زما د ليدونکي ليدونکے (يعني تابعي) اوليدو، هغه هم جنّتي دے او د جنّتي وَنې طُوبیٰ مالِک به وي۔

سُبْحٰنَ اللہ! دا دے د مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِه وَسَلَّم د ديدن برکت۔۔۔!! د دنيا يو ښکلے به داسې نه وي، د چا ليدونکي ته چې داسې برکتونه ميلاؤ شي۔ دا د مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِه وَسَلَّم د حُسن بے مثالي (ځانګړتيا) ده چې د دې مخ مبارک د نور نه وَتَلې نوراني شُعَاګانې يواځې برکتونه نه تقسيموي بلکه برکت والا هم جوړوي۔

د صحابي، تابعي، تبع تابعي په برکت سره سختې لرې کيږي

اے عاشقانِ رَسُول! د مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِه وَسَلَّم د ديدن په برکت سره څنګه څنګه نعمتونه ميلاويږي، راځئ! يو بل ايمان تازه کوونکے حديثِ پاک واورئ! د مُسلِم شريف حديثِ پاک دے، د الله پاک آخري نبي،


 

 



[1]... مرآۃ المناجيح ،جلد: 8 ،صفحہ:341 -342 بتغیرٍ و ملتقطاً۔

[2]... جامع صغیر ،صفحہ:327 ،حدیث:5304۔

[3]... مسند احمد ،جلد: 5، صفحہ:195 ،حدیث:11991 ملتقطاً۔