Book Name:Chehra e Mustafa Dekhtay Rahey Gay

چې مونږه هم د شپې بيدار شو او د مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِه وَسَلَّم په ياد کښې اوژاړو، کاش! چې د مدينې غم مو اودردوي، کاش! چې د مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِه وَسَلَّم د ديدن طلب په مونږه داسې غالب شي چې د خپل غلام په غمژن حالت رحم اوکړي او غمخور نبي، رسولِ هاشمي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِه وَسَلَّم غمژن زړه ته د سکون ورکولو، د سينې لمبه شوي اور مړ کولو د پاره په خوب کښې تشريف راوړي۔

قسمت مِری چمکائیے چمکائیے آقا!                مجھ کو بھی درِ پاک پہ بُلوائیے آقا!

سینے میں ہو کعبہ تو بسے دل میں مدینہ                 آنکھوں میں مری آپ سما جائیے آقا!

بے تاب ہوں بے چَین ہوں دیدار کی خاطر                                              لِلّٰہ!  مِرے  خواب  میں  آجائیے   آقا!([1])

خوږو او محترمو اسلامي ورونړو! رسولِ اکرم، نورِ مُجَسَّم صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِه وَسَلَّم که په خوب کښې تشريف راوړي او که را نه وړي، دا د هغوئي رضا ده، البته مونږ له پکار دي چې د هغوئي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِه وَسَلَّم د ديدن طلب اوکړو، باقي د هغوئي کرم دے۔

راځئ!چی د مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِه وَسَلَّم د ديدن يوه وظيفه واورو، شيخِ طريقت ، اميرِ اهلِسُنت دَامَتْ بَرَکَاتُہُمُ الْعَالِیَه د مدني پنج سوره په صفحه: 167 باندې فرمائي:

اَللّٰہُمَّ صَلِّ عَلٰی رُوْحِ مُحَمَّدٍ فِی الْاَرْوَاحِ وَعَلٰی جَسَدِہٖ فِی الْاَجْسَادِ وَعَلٰی قَبْرِہٖ فِی الْقُبُوْرِ

د نبئ اکرم، نُورِ مُجَسَّم، شافِعِ اُمَم صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِه وَسَلَّم فرمان مبارک دے: کوم کَس چې دا درودِ پاک اولولي هغه به په خوب کښې زما زيارت کوي، او چا چې په خوب کښې زه اوليدلم هغه به ما د قيامت په ورځ هم ويني او څوک چې ما د قيامت په ورځ اوويني زه به د هغه شفاعت کووم او زه چې د چا شفاعت اوکړم هغه به د حوضِ کوثر جام (اوبه) څکي او د هغه بدن به الله پاک په دوزخ باندې حرام کړي۔ ([2])

صَلُّوۡا عَلَى الۡحَبِيۡب                                                      صَلَّى اللّٰهُ عَلٰى مُحَمَّد

په 12 ديني کارونو کښې يو ديني کار: مدني قافله

اے عاشقانِ رَسُول! په زړه کښې د عشقِ رسول زياتولو، په سُنَّتو د روانيدو، د نيک لمونځ ګزاره جوړيدو د پاره د عاشقانِ رسول د ديني تحريک دعوتِ اسلامي د ديني ماحول لمن اونيسئ! د ذيلي حلقې په 12 ديني کارونو کښې هم


 

 



[1]...  وسائل بخشش، صفحہ:176 ۔

[2]... کَشْفُ الْغمَّۃِ عَنْ جَمِیعِ الامۃ،جز:1 ،صفحہ:325۔