Book Name:Chehra e Mustafa Dekhtay Rahey Gay

د سردار صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِه وَسَلَّم مخ مبارک اوليدو نو زما د خُلې نه بے اختياره اووتل: ہَذَا نبیُ اللہ دا د الله پاک نبي دے۔ ([1]) 

دیکھنے والے کہا کرتے ہیں: اللہ! اللہ!            یاد آتا ہے خُدا دیکھ کے صُورت تیری([2])

الله اکبر! اے عاشقانِ رَسُول! دا دے د مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِه وَسَلَّم د ديدن برکت۔۔۔!! څوک چې ورته ګوري، که چرې حقيقي بد بخته نه وي نو چغه کړي چې: دا واقعي رښتونے نبي دے۔ معلومه شوه چې د حُسنِ مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِه وَسَلَّم بے شميره کمالونه دي، په هغې کښې يو ځانګړے کمال دا هم دے چې حُسنِ مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم  حُسنِ هدايت دے۔

جس کا حُسن اللہ کو بھی بَھا گیا                       ایسے پیارے سے مَحبت کیجئے

ازلي کافِر حُضُور صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِه وَسَلَّم د سرہ اونه ليدلو

آؤ! ابو لهب، ابو جهل وغيره ازلي کافِران، چا چې ضِد کولو، په خپل کُفر کلک ولاړ وو، د چا په زړه کښې چې بغض وو، دښمني وه، په اَصل کښې دغه بد بختو رسولِ اکرم، نورِ مُجَسَّم صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِه وَسَلَّم هډو اونه ليدلو، د هغوئي زړونو دومره توروالے نيولے وو چې هغوئي د مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِه وَسَلَّم په مخ مبارک باندې ځليدونکے د نبوت نور هډو ليدلے نه شو، الله پاک فرمائي:

وَ تَرٰىهُمْ یَنْظُرُوْنَ اِلَیْكَ وَ هُمْ لَا یُبْصِرُوْنَ(۱۹۸)  (پارہ :9 ،سورۂ اعراف:198)

ترجَمۀ کنزُ العرفان: او ته چې هغوئي ته اوګورې (نو داسې به ښکاری) ګنی چې هغوئي تاسو ته ګوري حالانکه هغوئي ته څه نه ښکاري۔

په تفسير صراط الجنان کښې دي: د دې آيت نه دا معلومه شوه چې صرف په ظاهري نظر حُضور
صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِه وَسَلَّم ته کتل په حقيقي طور فائد نه رسوي بلکه په نګاهِ بصيرت (د بصيرت په نظر) سره کتل فائده رسوي، هم دا وجه ده چې د ابو جهل ځوي حضرت عکرمه رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ چې په نګاهِ بصيرت (د بصيرت په نظر) سره د حُضُورِ اقدس صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِه وَسَلَّم ديدن اوکړو نو هغوئي کلمه اووئيله او مسلمان هم شو او د صحابيت اعلٰی


 

 



[1]...شمائل ِ محمدیہ ،باب ما جاء فی شیب رسول اللہ ،صفحہ:25 ،رقم:43۔

[2]...ذوقِ نعت ،صفحہ :248۔