Book Name:Chehra e Mustafa Dekhtay Rahey Gay

کلمه اينډ دُعا (Kalma & Dua) د ايپ پيژندګلو

خوږو او محترمو اسلامي ورونړو! د عاشقانِ رسول د ديني تحريک دعوتِ اسلامي I.T ډيپارټمنټ يو ډير ښکلے موبائل ايپلي کيشن د کلمه او دُعا (Kalma & Dua) په نوم جاري کړے دے۔ د دې ايپلي کيشن په ذريعه ډير په آسانه د ماشومانو تربيت کيدے شي * په دې ايپلي کيشن کښې د ماشومانو د پاره 6 کلمې د آډيو په شکل کښې د حرفونو د ادا کولو او ترجمې سره * د هرې ورځې د 16 مختلفو دعاګانو مثلاً د اوبو څکلو دعا * د خوراک نه مخکښې او وروستو دعا * د پئيو (شودو) څکلو دعا * د اوده کيدو په وخت دعا وغيره د حروفو د ادا کولو او د ترجمې سره او په مختلفو موضوعاتو باندې سُنّت او آداب وغيره شامل دي۔ په خپل موبائل کښې دا ايپلي کيشن انسټال کړئ  پخپله ترې هم فائده واخلئ او نورو له هم د دې ترغيب ورکړئ۔    

صَلُّوۡا عَلَى الۡحَبِيۡب                                                      صَلَّى اللّٰهُ عَلٰى مُحَمَّد

خوږو او محترمو اسلامي ورونړو! بيان د ختمولو په لور بوځم او د سُنّت د فضيلت او د ژوند د ځينو آدابو بيانولو سَعَادت حاصلووم۔ د رِسالت تاجدار، شهنشاهِ نبوت صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِه وَسَلَّم فرمائي: مَنْ اَحَبَّ سُنَّتِي فَقَدْ اَحَبَّنِي وَمَنْ اَحَبَّنِي كَانَ مَعِي فِي الْجَنَّةِ چا چې زما د سُنّت سره محبت اوکړو هغوئي زما سره محبت اوکړو او چا چې زما سره محبت اوکړو هغوئي به په جنّت کښې زما سره وي۔ ([1])

سینہ تیری سُنّت کا مدینہ بنے آقا!               جنت میں پڑوسی مجھے تم اپنا بنانا

صَلُّوۡا عَلَى الۡحَبِيۡب                                                      صَلَّى اللّٰهُ عَلٰى مُحَمَّد

د لوظ(وعدی) پابندي سُنَّت عمل دے

د آخري نبي، رسولِ هاشمي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِه وَسَلَّم 2 فرامين مبارک: (1): څوک چې وعدہ نه پوره کوي، د هغه هيڅ ايمان نشته۔ ([2]) (2): کوم مسلمان چې د خپل ورور سره وعدہ اوکړي او پوره ئې نه کړي په هغه باندې د الله پاک او د فرښتو او د ټولو انسانانو لعنت دے۔ ([3])


 

 



[1]...مشکوٰۃ،کتابُ:الْاِیمان،بابُ:الْاِعْتِصَام، جلد:1، صفحہ:55، حدیث:175۔

[2]...مصنف اِبْنِ اَبِی شیبہ، کتاب: الايمان،  جلد:7صفحہ:223۔

[3]...بخاری، کتاب:جِزْیہ، صفحہ:815، حدیث:3179۔