Book Name:Chehra e Mustafa Dekhtay Rahey Gay

درجې ته هم اورسيدل خو پخپله ابو جهل صرف په ظاهري نظر کتل، ځکه هغه نه د بد بختئ نه خلاص شو، نه ئې هدايت نصيب شو او دا د هميشه د پاره د دوزخ حق دار جوړ شو۔([1])

آنکھ والا تِرے جوبن کا تماشا دیکھے                دِیدۂِ کور کو کیا آئے نظر کیا دیکھے؟([2])

صحابي جوړوونکے عِبَادت

خوږو او محترمو اسلامي ورونړو! الله پاک خپل محبوب نبي،رسولِ هاشمي، مکي مدني مُحَمَّدِ عربي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِه وَسَلَّم بے مثاله جوړ کړے دے، رَبِّ کائنات ته د خپل محبوب صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِه وَسَلَّم دا بے مثالي تر کوم حده پوره مطلوبه وه، د دې اندازه د دې خبرې نه اولګوئ چې د ايمان په نظر د مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِه وَسَلَّم ديدن د ټولو نه لوئي عبادت دے۔ ([3])

عبادتونه نور هم دي * لمونځ کول هم عبادت دے * روژه نيول هم عبادت دے * تلاوت کول هم عبادت دے * حج او عمره کول هم عبادت دے، د عبادتونو ډير قِسمونه دي، د دې ديني او دنيائي فائدې هم ډيرې دي خو د مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِه وَسَلَّم ديدن هغه ځانګړے او بے مثاله عبادت دے چې رَبِّ کائنات چې کوم اَثر په دې عبادت کښې ايښودے دے، هغه په بل يو عبادت کښې نشته۔ اوګورئ! چې لمونځ ادا کړې نوثواب ميلاويږي * چې روژه اونيسې، ثواب ميلاويږي * تلاوت اوکړې، ثواب ميلاويږي * حج او عمره اوکړې ثواب ميلاويږي، باقي د عبادت ډير قِسمونه دي، که چرې عبادتونه د الله پاک په بارګاه کښې د قبوليت درجه بيامومي نو ثواب ميلاويږي، چې الله پاک د بنده په عبادتونو رضا شي او هغه اوغواړي نو د عبادتونو په برکت سره د ولايت اوچته مرتبه هم عطا کړي خو قربان شم! د مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِه وَسَلَّم ديدن هغه عظيم عبادت دے چې کوم خوش قمسته د ايمان په حالت کښې د هغوئي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِه وَسَلَّم په ظاهري ژوند کښې د لږ وخت د پاره هم دا عبادت اوکړو (يعني د مصطفٰے د ديدن سعادت ئې حاصل کړو) هغوئي تر قيامته پورې د اولياؤ سردار يعني صحابي جوړ شو۔

سُبْحٰنَ اللہ! څومره ځانګړے حُسن دے، څومره ځانګړے برکت دے، د مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِه وَسَلَّم مخ


 

 



[1]... تفسیر صراط الجنان،پارہ :9 ، سورۂ اعراف ،تحت  الآیۃ:198 ،جلد:3 ،صفحہ:502  بتغیرٍ ۔

[2]... فیضانِ رمضان، صفحہ:179۔

[3]... مرآۃ المناجیح،جلد:3 ،صفحہ:254 ماخوذاً ۔