Book Name:Chehra e Mustafa Dekhtay Rahey Gay

بيامومي * په خوب کښې د مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِه وَسَلَّم د ديدن په برکت سره قحط او تنګي (غريبي) لرې کيږي۔ ([1])

 *  په خوب کښې د مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِه وَسَلَّم زيارت نصيب کيدل په دين او دنيا کښې د عافيت دليل دے * که چرې د یو عالِم د مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِه وَسَلَّم ديدن نصيب شي نو هغه ته په خپل عِلم باندې د عمل کولو توفيق ميلاوشی * که د عابِد (عبادت ګزاره) زيارت نصيب شي نو هغه ته د توبې توفيق ميلاوشی * کافِر که چرې زيارت اوکړي نو د ايمان توفيق بيامومي * که چرې زنانه ته په خوب کښې د مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِه وَسَلَّم د ديدن شرف حاصل شي نو هغې ته بہ اوچته مرتبه ميلاويږي، حيا او پاک والے او نيک اولاد ئې نصيب کيږي * که يتيم يا غريب د مصطفٰے جانِ رحمت صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِه وَسَلَّم ديدن اوکړي نو اوچته مرتبه بہ حاصلوي * که چرې ډاکټر په خوب کښې د مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِه وَسَلَّم ديدن اوکړي نو د هغه په لاسو کښې شِفا کيښودے شي، خلق بہ د هغه نه فائده حاصلوي * که د مريض د مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِه وَسَلَّم ديدن نصيب شي نو شِفا بہ بيامومي * چې چا حج نه وي کړے د هغه د مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِه وَسَلَّم ديدن نصيب شي نو د حج سعادت بہ بيامومي۔

رسولِ اکرم، نورِ مُجَسَّم صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِه وَسَلَّم په خوب کښې د ليدلو برکتونه صرف خوب ليدونکي ته نه ميلاويږي بلکه په بعضې صورتونو کښې ټولو مسلمانانو ته هم د دې برکتونه ميلاويږي * مثلاً که چرې څوک مُسافر دے، او د سفر په حالت کښې د سختې سره مخ دے، مثلاً قافله ئې په صحرا(دشتہ) کښې ده، اوبه ورته نه ميلاويږي، په داسې حالت کښې که چرې د مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِه وَسَلَّم ديدن نصيب شي نو دا د ټولو د پاره د باران وريدو او د سختې نه د خلاصيدو دليل دے  * دغه شان په قحط او د سوکړې والا ښار کښې که چرې څوک د مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِه وَسَلَّم ديدن اوکړي نو دليل دے چې د ښار نه به قحط لرې شي * که چرې څوک د رسولِ اکرم، نورِ مُجَسَّم صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِه وَسَلَّم د سټ مبارک زيارت اوکړي نو دليل دے چې د ملک حاکِم (بادشاه) به سخي وي * که چرې د رسولِ رحمت، شفيعِ اُمَّت صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِه وَسَلَّم د لاس مبارک پرانستې ګوتې اوويني نو دليل دے چې د مُلک حاکِم (بادشاه) به رزق تقسيموي او خوب ليدونکے به د حج شرف حاصلوي۔ ([2]) 

د بيان خُلاصه

سُبْحٰنَ اللہ! خوږو او محترمو اسلامي ورونړو! په نني بيان کښې مونږه د مصطفٰے


 

 



[1]... تعبیر الرویا مترجم ،صفحہ:66 -67 بتقدیم و تاخیرٍ۔

[2]... سعادۃ الدارین، صفحہ :425 -427 ملتقطاً۔