Book Name:Chehra e Mustafa Dekhtay Rahey Gay

مفسرينِ کرام فرمائي چې: دا د مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِه وَسَلَّم د مخ د نور مثال دے، د آیتِ کريمه معنٰی دا دہ چې حُسنِ مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِه وَسَلَّم هغه ځانګړے حُسن دے چې که چرې هغوئي د قرآن آيتونه نہ لوستل نو بيا به هم هغوئي د خپل پاک والي او د حُسن د کمال په ذريعه ځليدل۔ ([1])

حضرت عبد الله بن رواحه رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ صحابئ رسول دے، او د دربارِ نبوت نعت خوان شاعر دے، هغوئي فرمائي:

لَو لَمْ یَکُنْ فِیْہِ آیَات مبَیِّنَۃ    کَانَت بداھتہ  تَنَیَّنَکَ عَنْ خَبْرِہٖ

يعني که چرې حُضُور صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِه وَسَلَّم څه بله معجزه نه وے ښودلې نو بيا به هم د هغوئي په نبي کيدلو باندې د هغوئي د حُسن نظاره ډير لوئي دليل وو۔ ([2])    

دا د الله پاک رښتونے نبي دے

امام اَبُو نُعَيم رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه په خپل کتاب دلائِلُ النُّبُوّہ کښې روايت ذِکر کړو چې، زمونږه د آقا او مولا، مکي مدني مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِه وَسَلَّم د بے مثاله ماشومتوب زمانه وه، عمر مبارک ئې 2 کاله وو، هغوئي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِه وَسَلَّم د حضرت حليمه سعديه رَضِىَ اللهُ عَـنْها کره تشريف فرما وو، يوه ورځ حضرت حليمه سعديه رَضِىَ اللهُ عَـنْها هغوئي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِه وَسَلَّم د ځان سره کړل او مکې مکرمې ته روانه شوه، په لاره کښې په يو ځائے کښې د حبشہ څه خلق ميلاؤ شول، د هغوئي نظر چې کله د رسول الله صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِه وَسَلَّم په مخ مبارک باندې پريوتلو نو بس په يوه مخه ئې ورته کتل۔

اُن کے جلوؤں میں ہیں وہ دلچسپیاں                جو وہاں پہنچا وہیں کا ہو گیا

راوي وائي چې: د حبشئ هغه خلق په ډیرغور سرہ د مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِه وَسَلَّم د ديدن په خوند کښې ډوب وو،تردی چی آخر ئې چغې کړې: ہٰذَا وَاللہِ نَبِیٌّ په الله پاک مو دې قسم وي! چې دا د الله پاک نبي دے۔ ([3])

سَر سے پا تک ہر ادا ہے لاجواب                  خوبرُویوں میں نہیں تیرا جواب

حُسْن ہے بےمثل صُورت لاجواب                میں فِدا تم آپ ہو اپنا جواب([4])


 

 



[1]... روح المعانی  ،پارہ 18 ،سورۂ نور ، تحت الآیۃ :35 ،جزء:18 ،صفحہ :495۔

[2]... روح المعانی  ،پارہ 18 ،سورۂ نور ، تحت الآیۃ :35 ،جزء:18 ،صفحہ :495۔

[3]... دلائل النبوۃ لابی نعیم،  الفصل الحادی عشر فی ذکر نشوہ و تصرف ، صفحہ: 91 ،رقم:97 ملتقطاً۔

[4]...ذوقِ نعت ،صفحہ:88۔