Book Name:Chehra e Mustafa Dekhtay Rahey Gay

مبارک صحابي جوړوونکے مخ دے، هم دا وجه ده چې اوس په دنيا کښې وليان خو وي، غوث، قطب، ابدال خو وي خو د قيامت د ورځې پورې څوک هم نوے صحابي نشي جوړيدے، ولې۔۔۔؟ ځکه چې د مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِه وَسَلَّم مخ مبارک د کوم په برکت چې صحابي جوړيدو، هغه د نور نه ډک مخ اوس په دنيا کښې پہ ظاهري طور تشريف فرما نه دے۔

د يوې لحظې ديدن ئی بے مثاله جوړوي

اے عاشقانِ رَسُول! اوس دلته لږ غور اوکړئ! د قرآن او حديث په رنړا کښې دا زمونږه پَخه عقيده ده چې هيڅکله هم د لويو نه لوئي ولي، د لويو نه لوئي غوث، قطب، اَبدال، د لويو نه لوئي مرتبې والا هم د يو صحابي رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ د قدمونو برابر نشي کيدے۔ دمثال پہ طور يو صحابي رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ دے، هغه د جنګ په موقع باندې ايمان راوړو، کلمه ئې اووئيله، جنګ روان وو، په جنګ کښې شريک شو او شهيد شو۔ هغه يو لمونځ هم اونکړو، روژه ئې اونه نيوله، حج ئې اونکړو، وخت ميلاؤ نه شو، دلته ئې ايمان راوړو، هلته شهيد شو۔ ([1]) 

بل خوا د قيامت د ورځې پورې راتلونکي اوليائے کرام دي * لوئي لوئي عبادت کوونکي دي * داسې خوش قسمته کومو چې ټول کال عبادتونه اوکړل * شپې ئې د الله پاک په ياد کښې رونړی کړې * 40، 40 کاله د ماسخوتن په اوداسه د سحر لمونځ ادا کوونکي * ټول کال روژه نيوونکي * په زرګونو ځل د قرآنِ کريم ختم کوونکي لوئي لوئي د اوچتې مرتبې والا اوليائے کاملين دي، په دې کښې يو هم د هغه صحابي رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ برابر نشي کيدے۔

آخِر وجه څه ده؟ يو خوا دومره عبادتونه، بل خوا صِرف يو څوو ګهنټې د ايمان په حالت کښې ژوند۔۔۔؟ دا د ټول کال محنت د هغه د يو څوو ګهنټو د ايمان په حالت کښې د تير شوي ژوند برابر ولې نشي کيدے؟

وجه صِرف يوه ده، هغه صحابي دے، هغه د ايمان په حالت کښې يو څو ګهنټې تيرې کړې خو د هغه د مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِه وَسَلَّم ديدن ئی نصيب شو، د هغه سره د مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِه وَسَلَّم د ديدن والا هغه اعلیٰ نيکي موجود ده کومه چې تر قيامته پورې د راتلونکو عبادت کوونکو نه نصيب کيږي۔

سُبْحٰنَ اللہ! دا دے د مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِه وَسَلَّم د ديدن برکت۔۔۔!! د چا چې د ايمان په حالت کښې، زما د نبي، د خوږ نبي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِه وَسَلَّم په ظاهري ژوند کښې دا ديدن نصيب شو، هغه تر قيامته پورې د راتلونکو


 

 



[1]...مدارج النبوت، قسم سوم، وصل اہل خیبر،جزء:2 ،صفحہ:240 ملخصاً۔