Book Name:Chehra e Mustafa Dekhtay Rahey Gay

مُحَمَّدِ عربي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِه وَسَلَّم اوفرمائيل: په خلقو به يوه داسې زمانه راځي چې لښکر به د الله پاک په لاره کښې د جنګ کولو د پاره ووځي، هغوئي به د يو بل نه پوښتنه اوکړي: اوګورئ! آيا په تاسو کښې څوک صحابي رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ شته؟ په ټول لښکر کښې به يو صحابي موجود وي۔ بس الله پاک به د هغه صحابي په برکت سره ھغہ لښکر ته فتح ورعطا کړي۔

بيا به په خلقو داسې زمانه راشي، لښکر به د الله پاک په لاره کښې د جنګ د پاره ووځي، هغوئي به د يو بل نه پوښتنه اوکړي: آيا په تاسو کښې څوک د صحابئ رسول ديدن کوونکے (يعني تابعي) شته؟ په ټول لښکر کښې به صرف يو تابعي موجود وي، بس الله پاک به د هغه په برکت سره ھغہ لښکر فتح عطا کړي۔ بيا به يوه زمانه راشي، لښکر به د الله پاک په لاره کښې د جنګ کولو د پاره ووځي، پوښتنه به اوکړے شي: آيا په تاسو کښې داسې څوک شته چا چې د صحابئ رسول ديدن کوونکے (يعني تابعي) ليدلے وي؟ په ټول لښکر کښې به صرف يو تبع تابعي موجود وي، بس الله پاک به د هغه په برکت سره ټول لښکر ته فتح عطا کړي۔ ([1])

اُمَّت به تر هغه وخته پورې په خير سره وي تر څو پورې چې۔۔۔!!

د حضرت واثله رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ نه روايت دے چې، د الله پاک محبوب نبي، رسولِ هاشمي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِه وَسَلَّم اوفرمائيل: تاسو به تر هغه وخته پورې په خير او په نيکئ ئې تر څو پورې چې په تاسو کښې يو هم زما ليدونکے او زما د صحبت نه فيض اخستونکے (يعني صحابي) موجود وي، او تاسو به تر هغه وخته پورې په خير او نيکئ باندې ئې تر څو پورې چې په تاسو کښې زما د ليدونکي ليدونکے (يعني تابعي) موجود وي او تاسو به تر هغه وخته پورې په خير او نيکئ باندې ئې تر څو پورې چې په تاسو کښې زما د ليدونکي د ليدونکي (يعني تابعي) ليدونکے (يعني تبع تابعي) موجود وي۔ ([2])

سُبْحٰنَ اللہ! خوږو او محترمو اسلامي ورونړو! اندازه اولګوئ! د مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِه وَسَلَّم د ديدن څومره برکتونه دي۔۔۔!! کومو خوش قسمتو چې د سرورِ عالَم، نورِ مُجَسَّم صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِه وَسَلَّم د زيارت شرف حاصل کړو، د هغوئي په برکت سره اُمَّت په خير او نيکئ باندې شو، بيا چې  کومو خوش قسمتو ته د صحابۀ کرامو عَليهمُ الرّضوَان ديدن نصيب شو، د هغوئي په برکت سره ھم اُمَّت په خير او نيکئ باندې شو، بيا چې چا د صحابۀ کرامو عَليهمُ الرّضوَان ليدونکي اوليدل، د هغوئي په برکت سره هم اُمَّت په خير او نيکئ باندې قائم پاتې شو۔ دا څنګه


 

 



[1]...مسلم،کتاب فضائل الصحابۃ ،باب فضل الصحابۃ ثم الذین ،صفحہ: 982 ، حدیث:2532۔

[2]... مسند الشامیین لطبرانی ،جلد:1 ،صفحہ :452 ،حدیث:799۔