Book Name:Chehra e Mustafa Dekhtay Rahey Gay

پوره برخه واخلئ! اِنْ شَآءَ اللہُ الْکَرِیم! د دين او دنيا بے شميره فائدې به مو نصيب شي۔ د ذيلې حلقې په 12 ديني کارونو کښې يو ديني کار مدني قافله هم ده۔

د مصطفٰے دیدن ئې نصيب شو

د پنجاب (پاکستان) د يو اسلامي ورور د بيان خلاصه ده چې: د دعوتِ اسلامي ديني ماحول ته د راتلو نه مخکښې زما ناسته پاسته د بدی عقيدې والا خلقو سره وه۔ او د فلمونو، ډرامو او سندرو او باجو سره به مې ډيره مينه کوله او زما په مخ باندې ګيره هم د سُنَّت مطابق نه وه بلکه ګيره به مې وړه کوله۔ زما سمې لارې ته راتګ څه په دې طريقه اوشو چې يو ځل زما په دکان کښې اسلامي ورونړو په خپل ښار کښې د کيدونکې هفته وارې د سُنتو نه ډکی اجتماع کښې د شرکت کولو دعوت راکړو ما د لم ليټ نه د کار اخستو سره سره هغوئي ته رَدې بَدې هم اووئيلې، زما د دې رويې په وجه د هغوئي په مخ خفګان خور شو، زه چې کله د شپې کور ته راغلم نو د خوراک څښاک نه پس زما ذهن ته د هغه اسلامي ورونړو خيال راغلے نوما سوچ اوکړو چې ولې د هغوئي پہ اجتماع کښې شرکت نہ کے چی اوګوری چې دا خلق په اجتماع کښې څه کوي! خو قدرت ته څه بل څه منظور وو کله چې زه اجتماع له لاړم نو د دعوتِ اسلامي مبلغ د اجتماع نه پَس د شفقت نه په ډک انداز کښې زه پوهه کړم چې دھغی د وجې نہ ما په مدني قافله کښې د سفر کولو نيت اوکړو او ډير زر ما ته د عاشقانِ رسول سره د 3 ورځو د پاره په مدني قافله کښې د سُنتو نه د ډک سفر سعادت نصيب شو۔ زمونږه مدني قافله په يو جُمات کښې حِصاره شوه۔ اَلْحَمْدُ لِلّٰہِ! هم په وړومبئ شپه په ما ګنهګار باندې ډير غټ کرم اوشو۔ څه ګورم چې د مسجدِ نبوي شريف دالان دے او زه جارو وهم۔ په دې کښې د سرو زرو جنګلې برسيره شوې او د اُمَّت غمخور، مکي مدني سرکار صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِه وَسَلَّم بار تشريف راوړو او زما د نوم ئے واخستو اواوئی فرمائيل: خپل باطِن هم صفا کړه۔ د دې خوب په وجه زما په زړه کښې انقلاب راغلے! حالانکه د دې نه مخکښې معاذ الله! زه د حياتُ النَّبي نه مُنکِر ووم او زما دا عقيده هم وه چې سرکارِ مدينه صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِه وَسَلَّم مونږه نه ويني او نه مو اوري او نه زمونږ د باطِني حالت نه خبر دے۔ اَلْحَمْدُ لِلّٰہِ! په ما باندې حق ظاهر شو چې سرکارِ نامدار، د مدينې تاجدار صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِه وَسَلَّم زمونږه د نومونو نه څه، بلکه د زړونو د کيفيت نه هم خبر دے۔ اَلْحَمْدُ لِلّٰہِ! ما د باطِلو عقيدو نه رښتونې توبه اوکړه۔ د هغې ورځې نه زما په مخ باندې يو موټے ګيره ده، په سر مې عمامه (پټکے) او په بدن مې د سُنَّت مطابق مدني جامې دي۔

صَلُّوۡا عَلَى الۡحَبِيۡب                                                      صَلَّى اللّٰهُ عَلٰى مُحَمَّد