Book Name:Chehra e Mustafa Dekhtay Rahey Gay

ځانګړے حُسن دے کوم چې برکتونه هم تقسيموي، برکتي هم جوړوي او دا برکتونه مخکښې هم دغسې منتقل کيږي۔

تیرے جلوؤں میں یہ عالَم ہے کہ چشمِ عالَم          تابِ دیدار نہیں پھر بھی تماشائی ہے

وضاحت: يَا رسولَ الله صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِه وَسَلَّم ستاسو د ديدن د جلوې هم څومره ناشنا شان دے۔۔۔!! ھیڅ څوک هم ستاسو د حقيقي د نور نه دا ډک حُسن د ليدلو طاقت نه لري، بيا هم ټول جهان ستاسو تماشه کوي (يعني تاسو ويني)۔

خُدا کی  غیرت نے ڈال رکھے ہیں تجھ پہ سَتّر ہزار پردے

جہاں میں بن جاتے طُور لاکھوں جو اک بھی اٹھتا حجاب تیرا

په خوب کښې د مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِه وَسَلَّم د ديدن کولو برکتونه

اے عاشقانِ رَسُول! دا خو د رسولِ اکرم، نورِ مُجَسَّم صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِه وَسَلَّم په ظاهري ژوند مبارک کښې د ايمان په حالت کښې د سر په سترګو د ليدلو برکتونه وو، اَلْحَمْدُ لِلّٰہِ! زمونږ آقا او مولا، مکي مدني مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِه وَسَلَّم خپلو غلامانو له په خوب کښې ھم د ديدن شربت ورکوي۔

 خوږو او محترمو اسلامي ورونړو! راځئ!چی په خوب کښې د مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِه وَسَلَّم د ديدن کولو برکتونه واورو:

د بُخاري شريف حديثِ پاک دے، د مشهور صحابئ رسول حضرت ابو هريره رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ نه روايت دے چې: امامُ الانبيا، محبوبِ خُدا صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِه وَسَلَّم اوفرمائيل: مَنْ رَاٰنِیْ فِیْ الْمَنَامِ فَسَیَرَانِی فِی الْیَقْظَۃِ  وَ لَا یَتَمَثَّلُ الشَّیْطَانُ بِیْ يعني چا چې زه په خوب کښې اوليدلم، زر ده چې هغه به ما په ويخه هم اوويني او شيطان زما پہ شکل زان نشي جوړولے۔ ([1])

د قرآنِ پاک مشهور مُفَسِّر، حکيم الاُمت، مفتي احمد يار خان نعيمي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه د دې حديثِ پاک مختلفې معانې بيان کړې دي، (1): يوه معنٰی خو دا ده چې کوم مسلمان حُضُورِ انور صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِه وَسَلَّم په خوب کښې اوليدلو، هغه به د قيامت په ورځ په ويخه د مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِه وَسَلَّم د ديدن شرف حاصلوي (2): د حديثِ پاک دويمه معنٰی دا ده چې: کوم مسلمان رسولِ ذيشان، مکي مدني سلطان صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِه وَسَلَّم په خوب کښې


 

 



[1]...بخاری،کتاب التعبیر،باب من رای النبی فی المنام ،صفحہ:1703 ،حدیث:6993۔