Book Name:Chehra e Mustafa Dekhtay Rahey Gay

بياموندله، ايمان ئې راوړو ھغپ که د لږ وخت د پاره ولې نه وي د مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِه وَسَلَّم ديدن ئې اوکړو، هغوئي ته يواځې هدايت ميلاؤ نه شو بلکه هغوئي د قيامت د ورځې پورې د هدايت معيار هم جوړ شول۔

تیرے صدقے مجھے اِک بُوند بہت ہے تیری        جس دِن اَچّھوں کو مِلے جام چھلکتا تیرا

د مصطفٰے د ديدن برکتونه نوروتہ ھم منتقل کيږي

خوږو او محترمو اسلامي ورونړو! زمونږه د آقا او مولا، مکي مدني مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِه وَسَلَّم د حُسن مبارک يو بل ډير ځانګړے برکت دا دے چې د مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِه وَسَلَّم د ديدن برکتونه لازم نه بلکه مُتَعَدِّي دي يعني داسې نه ده چې چا د مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِه وَسَلَّم حُسن مبارک اوليدو، دا برکتونه صرف تر هغوئي پورې وي، نه! نه۔۔۔! د مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِه وَسَلَّم د ديدن برکتونه وړاندې منتقل کيږي۔

يو خو هغه خوش قسمته صحابۀ کرام عَليهمُ الرّضوَان دي، کومو چې بلاواسطه (بالکل مخامخ) په خپلو سترګو د مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِه وَسَلَّم د ديدن شرف حاصل کړو، د طيبه د سپوږمئ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِه وَسَلَّم د مخ مبارک شُعَاګانې په هغوئي پريوتې دي، هغوئي ته خو برکت ميلاؤ شوے دے، دوئي جنّتيان هم شول، د هدايت معيار هم جوړ شول، تر قيامته پورې د اولياؤ بلکه د ټولو مسلمانانو سرداران هم جوړ شول، د دې سره سره د مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِه وَسَلَّم د ديدن دا برکت هم دے چې څوک دا صحابۀ کرام عَليهمُ الرّضوَان اوويني،نو د مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِه وَسَلَّم د ديدن برکتونه د هغوئي هم نصيب کيږي۔

د صحابئ رسول حضرت جابِر رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ نه روايت دے چې، د الله پاک آخري نبي، رسولِ هاشمي، مکي مدني، مُحَمَّدِ عربي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِه وَسَلَّم اوفرمائيل: لَا تَمَسُّ النَّارُ مُسْلِمًا رَاٰنِیْ اَوْ رَاٰی مَنْ رَاٰنِیْ کوم مسلمان چې زه اوليدم يا زما ليدونکے (يعني صحابي) ئې اوليدو، هغه ته به د دوزخ اور نه ورنزدې کيږي۔ ([1])

د دې حديثِ پاک لاندې مفسِّرِ قرآن، مُفتي احمد يار خان نعيمي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه په مِرآۃُ المناجیح کښې ليکي چې: يعني چا چې د ايمان په حالت کښې رسولِ اکرم، نورِ مُجَسَّم صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِه وَسَلَّم اوليدلو او په ايمان باندې د هغه خاتمه اوشوه، هغه به د دوزخ نه محفوظ وي، هم داسې چې د کومو خلقو د اِخلاص سره د صحابۀ کرامو عَليهمُ الرّضوَان صحبت نصيب شو، د هغوئي د خدمت موقع ورته ميلاؤ شوه هغوئي هم د دوزخ نه محفوظ دي، يعني الله پاک به هغوئي ته د نيکو عملونو کولو، د بدو عملونو نه د بچ کيدو يا د هغې نه د توبه کولو توفيق ورعطا


 

 



[1]...ترمذی ،ابواب المناقب ،باب ما جاء فی فضل من رای النبی  و صحبہ ،صفحہ:869 ،حدیث:3862۔