Book Name:Chehra e Mustafa Dekhtay Rahey Gay

اے عاشقانِ رَسُول! د ښه ښه نيتونو سره د عمل ثواب زياتيږي۔ راځئ!چی د بيان اوريدلو نه مخكښې ښه ښه نِيَّتونه اوكړئ: مَثَلاً نِيَّت اوکړئ چې *  د الله پاک د رضا د پاره به پوره بيان اورم. * د عِلمِ دِين د تعظيم [يعني ادب] په نِيَّت به بااَدبه كښينم * ښه په توجو به بيان اورم * څه چې واورم د هغې به د يادولو، پخپله پرې د عمل كولو او نورو ته د رَسَولو كوشش كووم.

صَلُّوۡا عَلَى الۡحَبِيۡب                                                      صَلَّى اللّٰهُ عَلٰى مُحَمَّد

د درد نه ډک آرمان

يوه ورځ يو انصاري صحابي رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ په بارګاهِ رسالت کښې حاضِر شو، عرض ئې اوکړو: يَا رسولَ الله صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِه وَسَلَّم په الله پاک مې دې قسم وي! زه ستاسو سره د خپل ځان، د خپل اولاد، د خپل اَهل و عيال (خاندان) او د خپل مال نه هم زيات محبت کووم، چې ستاسو په دربار کښې حاضري اونشي، چې ستاسوديدن اونکړم نو داسې لګي لکه چې زه به مړ شم۔

دا عرض ئې چې اوکړو نو هغه انصاري صحابي رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ په ژړا شو، غمخور نبي، رسولِ هاشمي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِه وَسَلَّم اوفرمائيل: ژاړې ولې؟ عرض ئې اوکړو: يَا رسولَ الله صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِه وَسَلَّم! مرګ رانزدې دے، تاسو به هم د دنيا نه پرده اوفرمائيئ، زه به هم مړ شم، تاسو خو د نبيانو نبي ئې، د قيامت په ورځ به د انبيائے کرامو عَلَیْهِ السَّلَام سره په اوچته درجه کښې ئې، زما که چرې جنّت ته تلل نصيب هم شی، نو بيا به هم ستاسو نه لرې يم، ديدن به نه کيږي نو بيا به څه کووم؟

رسولِ اکرم، نورِ مُجَسَّم صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِه وَسَلَّم د عاشق دردمند داخواهش لا اوريدلو چې حضرت جبرائيل امين عَلَیْهِ السَّلَام حاضر شو او د 5 سيپارې، سورۀ نِسَاء دا آيت نازِل شو، ([1]) الله پاک فرمائي:


 

 



[1]...شعب الایمان ،جلد:2 ،صفحہ:131 ،حدیث:1380 ملتقطاً۔