Book Name:Chehra e Mustafa Dekhtay Rahey Gay

چې ما ته يو دين هم ستاسو صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِه وَسَلَّم د دين نه زيات خراب نه ښکاريدو اوس هغه دين ما ته د ټولو دينونو نه زيات محبوب دے۔ په الله پاک مې دې قسم وي! ما د يو ښار سره هم دومره بغض نه کولو څومره چې مې ستاسو صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِه وَسَلَّم د ښار سره کولو۔ په الله پاک مې دې قسم وي! اوس هغه ښار ما ته د ټولو ښارونو نه محبوب (خوښ/ګران) دے۔ ([1])

دِکھا دِیجئے شہا پُر نور چہرہ    صفت میں جس کی وَالشَّمْس  اور ضُحٰی ہے

صَلُّوۡا عَلَى الۡحَبِيۡب                                                      صَلَّى اللّٰهُ عَلٰى مُحَمَّد

 *  د مسلمانانو وړومبے خليفه، حضرت ابوبکر صِدِّيق رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ کوم چې يارِ غار هم دے، يارِ مزار هم دے، هغوئي فرمائي چې: د رسولَ الله صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِه وَسَلَّم مخ مبارک ته کتل ما ته ډير محبوب (خوښ) دي۔ ([2]) *  حضرت ابو هريره رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ د اَصحَابِ صُفَّه والؤ نہ دے،ھغوی بہ عموماً په بارګاهِ مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِه وَسَلَّم کښې حاضريدلو، د ديدن جامونه به ئې څکل او عِلمِ دين به ئې هم زده کولو، يوه ورځ هغوئي په بارګاهِ رسالت کښې حاضر شول، عرض ئې اوکړو: يَا رسُولَ الله صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِه وَسَلَّم ! چې کله ستاسو دا د نور نه ډک مخ اووينم نو (غمونه مې هير شي)، زړه مې د خوشحالئ نه په هوا شي او سترګې مې يخې شي۔ ([3]) * يو ځلې يو صحابي رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ حاضر شو او عرض ئې اوکړو: يَا رسولَ الله صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِه وَسَلَّم ! تاسو ما ته زما د اولاد نه هم ګران ئې، کله چې زه په کور کښې يم نو ستاسو ياد زَورَوی ، بيا زما نه صبر نه کيږي او زه د ديدن د پاره راشم۔ ([4]) *  يو ځلې يو صحابي رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ د سرکارِ عالي وقار، مکي مدني تاجدار صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِه وَسَلَّم په ديدن کښې داسې ډوب شو چې سترګې ئې هم نه رَپَوَلې، بس په يو نظر ئې کتل، رسولِ اکرم، نورِ مُجَسَّم صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِه وَسَلَّم چې هغوئي داسې اوليدل نو اوئې فرمائيل: څه معامله ده؟ (داسې ولې ګورې؟) عرض ئې اوکړو: يَا رسولَ الله صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِه وَسَلَّم! زما مور او پلار دې په تاسو قربان شي، ستاسو د مخ مبارک د زيارت نه خوند اخلم۔ ([5])

اُن صحابہ کی خوش اطوار نگاہوں کو سلام             جن کا مسلک تھا طوافِ رُخِ زیبا کرنا


 

 



[1]... بخاری، کتاب المغازی، باب وفد بنی  حنیفۃ، صفحہ:1086، حدیث:4372۔

[2]... الریاض النضرۃ ،جزء:1 ،صفحہ:52 ۔

[3]...مسند   احمد ،جلد:4 ،صفحہ:209 ،حدیث:8152۔

[4]...صفۃ الجنۃ  لضیاء المقدسی،صفحہ:61 ، رقم :20۔

[5]...  کتاب الشفا،باب الثانی ،فصل فی ثواب محبتہ،جزء:2 ،صفحہ:19 ۔