Book Name:Chehra e Mustafa Dekhtay Rahey Gay

مسلمانانو سردار جوړ شو۔

بعضې نادانه مَعَاذَ الله! د صحابۀ کرامو عَليهمُ الرّضوَان اَدَب نه کوي، د هغه پاکو هستيانو په باره کښې غلطې خبرې کوي، د هغوئي طرفتہ ګوتې اوچتوي، ژبې خوزوي۔ بعضې نادانه خو دا هم وائي چې د فلانکي صحابي هيڅ فضيلت نشته۔

اَلامان والحفيظ! الله پاک دې مونږ د بے ادبئ او د بے ادبو د شر نه بچ کړي۔ داسې نادانه خو دې لږ غور اوکړي! آيا د ايمان په حالت کښې د مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِه وَسَلَّم ديدن نصيب کيدل څه وړوکے فضيلت دے؟ آيا د ايمان په حالت کښې د امامُ الانبيا، محبوبِ خُدا صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِه وَسَلَّم د برکت والا صحبت فيضان ميلاويدل څه کم فضيلت دے۔۔۔؟

محفوظ سدا رکھنا  شہا! بے ادبوں سے                  اور مجھ سے بھی سر زد نہ کبھی بے ادَبی ہو

صَلُّوۡا عَلَى الۡحَبِيۡب                                                      صَلَّى اللّٰهُ عَلٰى مُحَمَّد

اے عاشقانِ رَسُول! اوګورئ! د سرورِ انبيا، محبوبِ کبريا صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِه وَسَلَّم په ظاهري ژوند کښې، د ايمان په حالت کښې د ھغوی صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِه وَسَلَّم ديدن کوونکو ته څومره ډير فضيلتونه حاصل دي۔

هر صحابئ نبي۔۔۔! جنّتي! جنّتي!

الله پاک فرمائي:

وَ كُلًّا وَّعَدَ اللّٰهُ الْحُسْنٰىؕ     (پارہ :5 ،سورۂ نساء:95)

ترجَمۀ کنزُ الايمان: او الله د ټولو سره د خير لوظ(وعدہ) اوفرمائيلہ۔

الله اکبر! هر هغه خوش قسمته چا ته چې د ايمان په حالت کښې د مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِه وَسَلَّم د ديدن سعادت حاصل شو، چا ته چې صحابي وئيلے شي رَبِّ کائنات د هغه سره د جنّت لوظ فرمائي۔

دو عالَم نہ کیوں ہو نثارِ صحابہ                       کہ ہے عرش منزلِ وقارِ صحابہ

امیں ہیں یہ قرآن و دینِ خدا کے                    مدارِ ہدیٰ اعتبارِ صحابہ

نمایاں ہے اسلام کے گلستاں میں                 ہر اِک گُل پہ رنگِ بہارِ صحابہ

کمالِ صحابہ، نبی کی تمنا                            جمالِ نبی ہے قرارِ صحابہ