Book Name:Muye Mubarak Kay Waqiyat

پښيمانه شو او توبه ئې کړه۔ که چرې زمونږ سره هم چرته داسې معامله اوشي نو مونږ له پخپله د هغوئي سره جګړه نه دي کول پکار او نه ئې چرته د داسې کَس خوا له ليږل پکار دي کوم چې بدی عقيدې والا، ګستاخِ رسول وي، بلکه په داسې موقع باندې د جګړې ختمولو د پاره د صحېح عقيدې والا عاشقِ رسول مفتي صاحب يا عالمِ دين په خدمت کښې حاضر شئ۔

الله پاک دې مونږه اَدَب کوونکي جوړ کړي، با اَدَبه اوساتي، کاش! چې مونږه هيڅی بيڅه د عقل نه د کار اخستو په ځائے بس د عشق بنده ګان جوړ شو۔

ہم عشق کے بندے ہیں کیوں بات بڑھائی ہے

د مُوئے (ويښتو) مبارکو د جدائيئ په غم کښې وفات شو

خوږو او محترمو اسلامي ورونړو! راځئ چی! په آخِره کښې د مُوئے (ويښتو) مبارکو د عظيم عاشِق خوندوره واقعه واورو: په هندوستان کښې د الله پاک يو نيک بنده تير شوے دے: سيد عبد الله حسني  رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه ۔ هغوئي د رسول الله صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِه وَسَلَّم د لمسي حضرت امام حسن مجتبٰی رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ په اولاد کښې وو۔ هغوئي په څه وجه باندې هجرت اوکړو او د عرب شريف نه ئې هندوستان ته تشريف راوړو۔ کله چې هغوئي هندوستان ته راغلل، نو د هغوئي سره د نور سامان سره سره 3 مقدس تبرکات هم وو (1): د رسولِ اکرم، نورِ مُجَسَّم صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِه وَسَلَّم مُوئے (ويښته) مبارک (2): د امير المؤمنين مولا علي مشکل کشا رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ عمامه (پټکے) شريف (3): د مولا علي رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ د اَس زين مبارک وو۔

سيد عبد الله حسني رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه 23 کاله د هندوستان په بيجاپُور علاقه کښې تير کړل او هم دغلته وفات شو۔ د هغوئي نه پس دغه درې واړه تبرکات د هغوئي ځوي سيد حميد رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه ته ميلاؤ شول۔

يو ځل سيد حميد رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه د څه ضرورت د پاره دهلي ته تشريف يوړلو۔ دغلته هغوئي په مغل سرائے کښې 5 کاله تير کړل۔ په دغه وخت کښې د کشمير د راشير اوسيدونکے سوداګر حضرت خواجه نُورُ الدِّين نيشاپوري رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه د سوداګرئ په غرض دهلي ته راغلو، د سيد حميد رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه سره د هغوئي اتفاقي ملاقات اوشو، په مزه مزه د دې دواړو ترمينځه ډير نزدې تعلقات هم جوړ شو، کله چې خواجه نُور الدِّين رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه د دهلي نه کشمير ته واپس تللو نو هغوئي د سيد حميد رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه په خِدمت کښې حاضر شول، دغه وخت د هغوئي په دربار کښې د معراج شريف محفل کيدلو او په محفل کښې د مُوئے (ويښتو) مبارکو او نورو تبرکاتو زيارت هم کيدلو۔ حضرت خواجه نُور الدِّين رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه هم د تبرکاتو زيارت اوکړو، کله چې هغوئي د موئے (ويښتو) مبارکو زيارت اوکړو نو د