Book Name:Muye Mubarak Kay Waqiyat

خَريل ثابت نه دي۔ کاش! چې مونږه غلامانو ته هم په اتباعِ سُنَّت (يعني په سُنَّت باندې په عمل کولو) کښې زلفې ساتل نصيب شي۔ آه! اوس پہ ويښتو کښې دناشنا ناشنا تراشلو(کټنګ) رواج زياتيږي، بعضې خو داسې نادانه دي چې د زنانوؤ په شان د اوګو نه ښکته پورې اوږده اوږده ويښته ساتي او ډير خلق خو داسې دي چې ويښته پریی کوی نومختلف قسم ډيزائنونه پکښې جوړوي۔ اوس خو ناداني دومره زياته شوې ده چې بعضې د فيشن شوقیان هلکان د زنانوو په شان ويښته ساتي او بيا ترې وړې وړې چونټې (کمسئ) جوړې کړي او ګرځي۔

د نارينوو د پاره چونټې ساتل جائز دي که نه؟

په ملفوظاتِ اعلٰی حضرت کښې د سَيَّدي اعلٰی حضرت رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه نه پوښتنه اوشوه چې: آيا د نارينوو د پاره چونټې ساتل جائزدي که نه؟

اعلٰی حضرت رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه اوفرمائيل: حرامې دي۔ په حديثِ پاک کښې دي چې، خوږ آقا، د مدينېا مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِه وَسَلَّم اوفرمائيل: لَعَنَ اللہ الْمُتَشَبِّھِیْنَ مِنَ الرِّجَالِ بِالنِّسَاءِ وَالْمُتَشَبِّھَاتِ مِنَ النِّسَاءِ بِالرِّجَالِ يعني د الله پاک لعنت دے په داسې نارينوو باندې کوم چې د زنانوو سره مشابهت اوساتي (يعني د زنانوو پشانتې شکل اختيار کړي) او په داسې زنانوو باندې کومې چې د نارينو سرہ مشابهت پيدا کړي۔ ([1])  

صَدرُ الشَّرِيعه مفتي امجد علي اعظمي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه په بهارِ شريعت، حصّه: 16 کښې ليکي: (1): د نارينوو د پاره دا جائز نه دي چې د زنانوو په شان ويښته غټ کړي، بعضې صوفيان جوړيدونکي اوږدې اوږدې کمسئ ساتي کومې چې ئې په سينه باندې د لکه د مار په شان خوزي دا ناجائزه او د شريعت خلاف دي۔ تَصوُّف د ويښتو غټولو او د رنګ شوؤ جامو اغوستو نوم نه دے بلکه د رسولِ خُدا، احمدِ مجتبٰی صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِه وَسَلَّم د پوره تابعدارئ کولو او د نفس د خواهشاتو ختمولو نوم دے۔ (2): نور فرمائي: صِرف د سر ويښته ساتل او د سټ ويښته خَريل مکروه عمل دے۔ (3): نن سبا خو په سر باندې د ټوپنئ ساتلو (يعني د سر نور ويښته خريلو او صرف په مينځ کښې د غټ ساتلو) رواج ډير زيات دے چې د ټولو اړخونو نه ويښته واړه واړه او په مينځ کښې ئې ويښته غټ وي، دا د غير مسلمو (د کافِرانو) نقل او ناجائزه کار دے۔ ([2])

الله پاک دې زمونږه د سُنَّتو سره محبّت نصيب کړي۔ کاش! چې مونږه د رسولِ اکرم، نورِ مُجَسَّم په سُنَّتو


 

 



[1]... مسند امام احمد، جلد:1، صفحہ:727، حدیث:3151 ۔

[2]... بہارِشریعت،جلد:3 ،صفحہ :587،حصہ:16  ملتقطاً ۔