Book Name:Muye Mubarak Kay Waqiyat

يو څو ورځې پس سلطان اورنګ زيب رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه د کشمير ګورنر ته پيغام اوليږو چې حضرت بَل (يعني په کومه ودانئ کښې چې موئے (ويښته) مبارک تشريف فرما دي هغه) دې جمات جوړ کړے شي، هلته دې د پينځه وخته لمانځه او د جُمعې د لمونځ انتظام اوکړے شي او هلته دې سحر او ماښام درودِ پاک هم لوستلے شي او د جُمات متولي (منتظم) دې د خواجه نُورُ الدِّين رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه په وارثانو کښې څوک جوړ کړے شي۔ ([1])

سُبْحٰنَ اللہ! د عشقِ رسول دولت هم څومره عجيبه دے۔۔۔!!

دو عالَم سے کرتی ہے بیگانہ دِل کو                عجب چیز ہے لذّتِ آشنائی

اللہ پاک ان عُشّاقانِ رسول کے صدقے ہمیں بھی عشقِ رسول کی دولت نصیب فرمائے۔

دل عشقِ مُحَمَّد میں تڑپتا رہے ہر دم               سینے کو مدینہ مِرے اللہ بنا دے

بہتی رہے اکثر شہِ ابرار کے غم میں                 روتی ہوئی وہ آنکھ مجھے میرے خدا دے([2])

صَلُّوۡا عَلَى الۡحَبِيۡب                                                      صَلَّى اللّٰهُ عَلٰى مُحَمَّد

په 12 ديني کارونو کښې يو ديني کار: د هفته وارې رسالې لوستل

اَلْحَمْدُ لِلّٰہِ! د فنتو نه ډک په دې اوسني وخت کښې د عاشقانِ رسول ديني تحريک دعوتِ اسلامي په زړونو کښې د عشقِ رسول رابيدارولو، د نيکئ دعوت ورکولو او د اُمَّت نيک اولمونځ ګزاره جوړولو په کوشش کښې مصروف دے، تاسو هم د دعوتِ اسلامي د ديني ماحول لمن اونيسئ! د ذيلي حلقې په 12 ديني کارونو کښې هم پوره برخه واخلئ! اِنْ شَآءَ اللہ الْکَرِیم! د دين او دنيا بے شميره فائدې به مو نصيب شي۔ د ذيلې حلقې په 12 ديني کارونو کښې يو ديني کار د هفته وارې رسالې لوستل هم دي۔ راځئ!چی د ترغيب د پاره يو مدني سپرلے اورو:

غير مسلمه مسلمان شو۔۔۔!!

د هندوستان د يو اسلامي ورور څه داسې بيان دے چې: زه د کُفر په تيروو کښې ورَک ووم، يوه ورځ چا ما ته د شيخِ طريقت، اميرِ اهلِسُنَّت حضرت علّامه مولانا ابو بلال محمد الياس عطّار قادري رضوي دَامَتْ بَرَکَاتُہُمُ الْعَالِیَه رساله احترامِ مسلم په ډالئ کښې راکړه، چې ما اولوستله نو زه ډير حيران پاتې شوم چې د کومو مسلمانانو نه


 

 



[1]...برکاتِ موئے مبارک، صفحہ:43-47خلاصۃً۔

[2]...وسائل بخشش، صفحہ:112۔