Book Name:Muye Mubarak Kay Waqiyat

وضاحت: د حَجَّۃُ الوِداع په موقع باندې سرکارِ عالي وقار صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِه وَسَلَّم حلق اوکړو (يعني ويښته مبارک ئې اوخريل) او ويښته مبارک ئې تقسيم کړل، په دې باندې اعلٰی حضرت رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه فرمائي: په اَصل کښې په هغه وخت موئے (ويښته) مبارک د اُمَّت په غم کښې پريشانه شول او د ګنهګارانو اُمتيانو د شفاعت د پاره د بدن مبارک نه جُدا شول او اُمتيانو ته راورسيدل (د پاره د دې چې د قيامت د ورځې پورې د دې د زيارت شرف اُمَّت ته ميلاويږي او د شفاعت ذريعه جوړيږي)۔

مُوئے (ويښته) مبارک ئې ولې تقسيم کړل۔۔۔؟

علّامه زُرقاني رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه فرمائي: رسولِ اکرم، نورِ مُجَسَّم صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِه وَسَلَّم خپل مُوئے (ويښته) مبارک په صحابۀ کرامو عَليهمُ الرّضوَان کښې د تقسيمولو د پاره ورکړل د پاره د دې چې دا په دوئي کښې د برکت په طور او يادګار پاتې شي او د دې نه لکه چې د الله پاک آخري نبي، رسولِ هاشمي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِه وَسَلَّم د قُربِ وِصَال (يعني د دنيا نه د ظاهري وِصال) په لور اشاره هم اوفرمائيله۔ ([1])      

سُـبْحٰـنَ الـلّٰــه! خوږو او محترمو اسلامي ورونړو! د دې نه مونږ ته دا دوه مدني ګلونه د زدکړې د پاره ميلاؤ شول: (1): خوږ نبي، رسولِ هاشمي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِه وَسَلَّم د الله پاک په عطا سره د غيبو په خبرو پوهيږي او د خپل وِصال شريف د وخت ورته هم پته وه، ځکه خو د مدينې سرکار، زمونږه د سينو او زړونو قرار صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِه وَسَلَّم په خپل آخري حج کښې په اُمَّت باندې خاص عنايتونه اوکړل او خپلې يادګيرنې ئې هم عطا کړلې۔

آيا د وِصَال وخت معلوميدے شي؟

په قرآنِ کريم کښې چې کوم ارشاد شوے:

وَ مَا تَدْرِیْ نَفْسٌۢ بِاَیِّ اَرْضٍ تَمُوْتُؕ     (پارہ:21، سورۂ لقمان:34)

ترجمۀ کنزُالايمان: او يو نفس(کَس) ته ھم معلومه نه ده چې په کومه زمکه کښې به مري۔

 د دې معنٰی دا ده چې د الله پاک د وئيلو نه بغير څوک هم د خپله ځانه د مرګ وخت او ځائے نه شي پيژندلے، آؤ! چې الله پاک چا ته د دې خبرې عِلم عطا کړي نو يقيناً هغه قادِرِ مطلق دے، خپل محبوب بنده


 

 



[1]... شرح زرقانی علی المواہب ،النوع السادس فی ذکر حجہ و عمرہ ،جلد:11، صفحہ:437۔