Book Name:Muye Mubarak Kay Waqiyat

حضور صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِه وَسَلَّم ويښته مبارک د برکت د پاره په خپلو کورونو کښې ساتل۔ (2): دويمه فائده دا ده چې د دې ويښتو مبارکو به ئې ډير اَدَب او احترام کولو چې د دې د پاره به ئې خاص ډبے جوړولو په هغې کښې به ئې خوشبو هم ايښوده۔ (3): دريمه دا چې صحابۀ کرامو عَليهمُ الرّضوَان به د حضور صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِه وَسَلَّم ويښته مبارک د بلا دفع کولو او د شفا سبب ګنړلو چې دې له به ئې په اوبو کښې غسل ورکولو او د شفا د پاره به ئې څکلې۔ ([1])     

گھماتی اُمِّ سلمیٰ پانی میں مُوئے مبارک کو             مریضوں کو شفا دیتے میرے سرکار کے گیسو

په تبرکاتو کښې د شِفَا دليلونه

په قرآنِ کريم کښې دي، چې د حضرت يُوسُف عَلَیْهِ السَّلَام د والدِ محترم، نبئ مُکرَّم حضرت يعقوب عَلَیْهِ السَّلَام نظر مبارک کم شو نو حضرت يُوسُف عَلَیْهِ السَّلَام خپلو ورونړو ته اوفرمائيل:

اِذْهَبُوْا بِقَمِیْصِیْ هٰذَا (پارہ:13،سورۂ یوسف:93)

ترجمۀ کنزُ الايمان: زما دا قيمص يوسئ۔

الله اکبر! د غور مقام دے۔ د حضرت يُوسُف عَلَیْهِ السَّلَام د بدن مبارک سره عارضي طور لګيدلې کپړه د شِفا ذریعہ ده نو د حضرت يُوسُف عَلَیْهِ السَّلَام د آقا، د دواړو جهانونو داتا، محبوبِ خُدا صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِه وَسَلَّم د بدن مبارک سره يو ځائے،اود بدن حصه موئے (ويښته) مبارک به ولې د شِفا ذریعہ نه جوړيږي۔۔۔؟

ہو چشم شِفا  اب تو شہا! سُوئے مریضاں          عِصیاں کے مَرَض نے ہے بڑا زور دکھایا([2])

د امام احمد بن حنبل د موئے مبارک سره عشق

د عظيم عاشقِ رسول حضرت امام احمد بن حنبل رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه سره د مکې مدنې د تاجدار، د بے وَسو د مددګار صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِه وَسَلَّم يو ويښته مبارک وو۔ هغوئي به مُوئے (ويښته) مبارک کله په خپلو شونډو باندې کيښودو او ښکلولو به ئې، کله به ئې په سترګو ايښودو او د ناروغتيا په حالت کښې به ئې موئے (ويښته) مبارک په اوبو کښې واچولو او هغه اوبه به ئې څکلې او شفا به ئې حاصلوله۔ ([3])


 

 



[1]... مرآۃ المناجیح ، جلد:6 ،صفحہ:248 بتغیر قلیل۔

[2]... وسائلِ بخشش، صفحہ:532۔

[3]... سیر اعلام النبلاء، جلد:9 ،صفحہ:457۔