Book Name:Muye Mubarak Kay Waqiyat

ما هميشه نفرت کړے دے د هغوئي مذهب اسلام دومره د امن پيغام ورکوي! د رسالې د ليکلو اثر د غشي په شان زما په سينه اولګيدلو او په زړه کښې مې اسلام کور جوړ کړو۔ يوه ورځ ما په بس کښې سفر کولو چې د يو څو ګيرو والوو او عمامو (پټکو) والوو اسلامي ورونړو قافله هم بس ته راوختله، ما چې ورته اوکتل نو ما ته معلومه شوه چې دوئي مسلمانان دي، زما په زړه کښې خو د اسلام سره محبت د مخکښې نه پيدا شوے وو ځکه مې هغوئي ته د احترام په نظر کتل، په دې کښې يو اسلامي ورور د رسولِ اکرم، نورِ مُجَسَّم صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِه وَسَلَّم په شان کښې نعت شريف شروع کړو، زما د هغه انداز ډير زيات خوښ شو، زما دا د خوښېدو انداز چې هغوئي اوليدو نو په هغوئي کښې يو زما سره خبرې شروع کړې۔ هغه ته معلومه شوه چې زه مسلمان نه يم، هغه په مُسکا کښې ډير په زړه پورې انداز کښې ما ته اووئيل، زه تا ته د اسلام قبلولو خواست کووم، ما چې احترامِ مسلم رساله لوستلې وه نو د مخکښې نه مې د اسلام سره مينه پيدا شوې وه، د هغه د مينې ډک انداز په زړه باندې نور هم اثر اوکړو او اَلْحَمْدُ لِلّٰہِ! ما کلمه اولوستله او مسلمان شوم۔ ([1])

اسی ماحول نے ادنیٰ کو اعلیٰ کردیا دیکھو             اندھیرا ہی اندھیرا تھا اُجالا کردیا دیکھو

صَلُّوۡا عَلَى الۡحَبِيۡب                                                      صَلَّى اللّٰهُ عَلٰى مُحَمَّد

دارُ الاِفتَاء اهلِسُنَّت ايپلي کيشن

خوږو او محترمو اسلامي ورونړو! اَلْحَمْدُ لِلّٰہِ! دعوتِ اسلامي د عِلمِ دين فيضان(برکت) په عام کولو کښې مصروفه دے۔ د دعوتِ اسلامي I.T ډيپارټمنټ يو موبائل ايپلي کيشن جاري کړے دے، د کوم نوم چې Darul Ifta Ahlesunnat (دارُ الافتاء اهلِسُنَّت) دے۔

دا ايپلي کيشن په Android او IOS په دواړه قِسم ډيوائسز کښې په آسانئ سره ډاؤن لوډ کيدے شي، په دې موبائل ايپلي کيشن کښې په * مختلفو موضوعاتو باندې د پوښتلے شوؤ سوالونو جوابونه په آډيو، ويډيو او ټيکسټ (ليکلي) شکل کښې موجود دي * د تجارت حکمونه * د فرض علمونو کورس * او د تجارت کورس هم په دې ايپلي کيشن کښې شامِل دے۔      

صَلُّوۡا عَلَى الۡحَبِيۡب                                                      صَلَّى اللّٰهُ عَلٰى مُحَمَّد


 

 



[1]...غافل درزی، صفحہ:25۔