Book Name:Muye Mubarak Kay Waqiyat

د هر مرض ناشنا دوائي

په حديبيه مقام کښې رحمتِ عالم، نورِ مُجَسَّم صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِه وَسَلَّم ويښته جوړ کړل اوکټ کړے ټول ويښته مبارک ئې په يوه وَنه باندې واچول۔ صحابۀ کرام عَليهمُ الرّضوَان د هغه وَنې لاندې راجمع شول او په وارختائے کښې ئې هغه ويښته مبارک د يو بل نه اخستل۔ حضرت اُم عماره رَضِىَ اللهُ عَـنْها فرمائي: هغه وخت ما هم يو څو ويښته مبارک حاصل کړل۔ د رحمتِ عالَم، نورِ مُجَسَّم صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِه وَسَلَّم د وصالِ ظاهري نه پس چې به کله څوک ناروغه شول نو ما به هغه ويښته مبارک په اوبو کښې ډوب کړل او هغه اوبه به مې په مريض اوڅکلې، اَلْحَمْدُ لِلّٰہِ! د دې په برکت به الله پاک بيمار له شفا ورکوله۔ ([1])   

وہ کرم کی گھٹا گیسوئے مُشک سا                 لکَّۂ  اَبرِ  رأفَت  پہ  لاکھوں  سلام([2])

وضاحت: يعني د نبئ کريم صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِه وَسَلَّم مبارکې زُلفې کومې چې د بخښنې او کرم تورې وريځې دي د کومو نه چې د مشکو نه هم ښه خوشبو راځي د دې مهربانئ د وريځې په ټوټه دې هم سلام وي۔

د موئے (ويښتو) مبارکو د زيارت شرف ئې نصيب شو

حضرت عثمان بن عبد الله رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ فرمائي چې: د مسلمانانو د خوږې مور جانې حضرت اُمِّ سلمه رَضِىَ اللهُ عَـنْها سره مُوئے (ويښته) مبارک وو، هغوئي هغه (ويښته) د سپينو زرو په ډبه کښې ډير په اَدَب سره ايښودي وو، کله چې به څوک د نظره شو نو هغه به د حضرت اُمِّ سلمه رَضِىَ اللهُ عَـنْها خوا له ليږلے شو، حضرت اُمِّ سلمه رَضِىَ اللهُ عَـنْها به مُوئے (ويښته) مبارک راويستل، هغه به ئې په اوبو کښې اووهل او مريض له به ئې ورکړل، (په هغې به مريض ته شفا نصيب شوله)۔ حضرت عثمان بن عبد الله رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ فرمائي چې: يو ځلې کور والوو زه هم حضرت اُمِّ سلمه رَضِىَ اللهُ عَـنْها ته اوليږلم، ما چې د سپینوزرو ډبې ته ښکته اوکتل نو يو څو سره ويښته مې اوليدل۔ ([3])

حکيم الاُمت حضرت مفتي احمد يار خان نعيمي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه د دې حديث مبارک د لاندې فرمائي: د ويښتو دا سُر والے د حضاب (نکريزو)  نہ نه وو بلکه هغه ويښته په خوشبوئيو کښې ساتلے شوي وو، دا رنګ د هغه خوشبو وو۔ د دې حديثِ پاک نه يو څو فائدې حاصلې شوې، (1): يو دا چې صحابۀ کرامو عَليهمُ الرّضوَان به د


 

 



[1]... مدارج النبوۃ،حصہ دوم ،صفحہ:217۔

[2]...حدائق بخشش،صفحہ:299۔

[3]... بخاری،کتاب اللباس ،باب ما یذکر فی الشیب ،صفحہ:1480، حدیث:5896 ملتقطاً۔