Book Name:Muye Mubarak Kay Waqiyat

مرتبه هم عطا کړله۔

حضرت خواجه مهدي سَيّار رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه د وفات کيدو په وخت دا وصيت کړے وو چې دا دواړه ويښته مبارک دې زما په خُله کيښودلے شي، نو هم دغسې د هغوئي په وصيت باندې عمل اوکړے شو، د هغوئي مزار مبارک په مَرُو نومې علاقه کښې دے۔ خلق د هغوئي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه په مزار مبارک حاضري کوي، خپل حاجتونه غواړي او الله پاک د خپل ولئ کامِل په برکت باندې خلقو ته د رحمت نظر کوي۔([1])

د تبرکاتو په باره کښې دليلونه غوښتل څنګه دي۔۔۔؟

سُبْحٰنَ اللہ! خوږو او محترمو اسلامي ورونړو! تاسو اوکتل! د موئے (ويښتو) مبارکو څومره ډير برکتونه دي۔ اَلْحَمْدُ لِلّٰہِ! نن هم د بعضې عاشقانو سره مُوئے (ويښته) مبارک شته، هغوئي ئې وخت په وخت په خلقو زيارت هم کوي، کله چې هم موقع ميلاو شي، کوشش کول پکار دي چې زيارت اوکړے شي، فرض کړئ که د لږ وخت د پاره په قطار کښې انتظار هم کول وي نو هيڅ باک نشته، يقين اوکړئ! چې د مُوئے (ويښتو) مبارکو يو ځل ليدل نصيب شي، دې نود پاره که چرې انسان  د ټولې دنيا دولت هم ولګوی  نوھم کم دے۔ بعضې د عقل نه کار اخستونکي په داسې موقع باندې مختلفې پوښتنې کوي، دا نادانه پخپله هم محرومه پاتې شي او د نورو هم ذهِن خراب کړي۔ الله پاک دې مونږه د داسې نادانانو نه محفوظ کړي۔

اعلیٰ حضرت، امام اهلسُنَّت، امام احمد رضا خان رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه فرمائي (خلاصه): دا حقيقت دے چې د سرکارِ عالي وقار، مکي مدني تاجدار صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِه وَسَلَّم مبارک آثار د رسالت د زمانې او د صحابۀ کرامو عَليهمُ الرّضوَان د زمانې نه تر اوسه پورې رائج او معمول دي او د دې په محبوب او مستحب کیدو باندې د ټولو مسلمانانو اِجماع ده او په داسې ځائے (يعني د تَبرُّکاتو په معامله کښې) د ثبوتِ يقيني هم حاجت نشته، د دې د تحقيق کولو او بغير د تحقيق نه د تَبرُّکاتو د احترام نه ځان ساتل، ډيره محرومي او کم نصيبي ده، اَئِمَّۀ دين صِرف د حُضُورِ اقدس صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِه وَسَلَّم په پاک نوم سره د يو څيز مشهوريدل د دې د تعظيم د پاره کافي ګنړلي دي۔ ([2]) امام قاضِي عياض مالکي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه فرمائي: کوم څيز چې د رسولِ اکرم، نورِ مُجَسَّم صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِه وَسَلَّم د پاک نوم سره مشهور وي، د هغې احترام کول هم د حُضُور صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِه وَسَلَّم په احترام کښې داخل دے۔ ([3])


 

 



[1]... کشف المحجوبمترجم ، صفحہ:234 -235 بتغیرٍ۔

[2]... فتاویٰ رضویہ،جلد:14،صفحہ:414 -415 ملخصاً۔

[3]... كتاب الشفا بتعریف حقوق المصطفیٰ،باب الثالث،فصل و من اعظامہ و اکبارہ ،جزء:2 ،صفحہ:47۔