Book Name:Muye Mubarak Kay Waqiyat

زما په زنګونانو سر کيښودو او ژړل ئې او اوئې وئيل: حضور! زه توبه کووم، بيا به چرې هم د دې پاکو ويښتو سپکاوے نه کووم او زما يقين راغلے چې واقعي د زرګونو لکونو مسلمانانو خبره دروغ او غلطه نه شي کيدے۔

د دې نه پس هغه ځلمي اووئيل چې: حضور! يو شک زما په زړه کښې بل هم دے کوم چې د ازغي په شان نيغ نيغ لګي په دې هم لږه رنړا واچوئ، اوئې وئيل: د رسولِ اکرم، نورِ مُجَسَّم صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِه وَسَلَّم د دې دنيا نه د تشريف وړلو تقريباً د ديارلس نيم سوؤ کالو نه زيات اوشول په دومره زياته موده کښې خو ويښته خو ويښته دے چې هډوکے هم په خپل اصلي حالت کښې نه شي پاتې کيدے۔ آيا يو ويښته د ديارلس نيم سوؤ کالو نه د زياتې مودې تيريدو باوجود بغير د خرابيدو هم هغه شان په خپل اصلي حالت کښې باقي پاتې کيدے شي؟ ما اووئيل: ځويه! ته بالکل صحيح وائي۔ زما او ستا ويښته ديارلس نيم سوه کاله خو څه 2 کاله هم په يو حالت کښې صحيح سلامت نشي پاتې کيدے خو د حُضُورِ اکرم، نورِ مُجَسَّم صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِه وَسَلَّم ارشاد مبارک دے: اِنَّ اللہ حَرَّمَ عَلَی الْاَرْضِ اَنْ تَاْکُلَ اَجْسَادَ الْانبیاءِ فَنَبِیُّ اللہ حَیٌّ یُّرْزَقُ يعني الله پاک په زمکه باندې حرام کړي دي چې دا د نبيانو بدن اوخوري، د الله پاک ټول نبيان ژوندي دي او هغوئي ته رِزق ورکولے شي۔ ([1])   

د دې حديث نه دا ثابته شوه چې حضور صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِه وَسَلَّم ژوندے دے، ځکه چې د هغوئي د پاک بدن خرابيدل ممکن نه دي او د حضور صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِه وَسَلَّم ويښته مبارک د هغوئي د بدن يوه حصه ده نو الله پاک د حضور صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِه وَسَلَّم دغه ويښتو ته هم دا فضيلت عطا کړے دے چې هغه د حضور صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِه وَسَلَّم د بدن مبارک په شان چرې هم خرابيدے نه شي۔ دې اوريدو سره هغه ځلمے بيا په ژړا شو او اوئې وئيل: په الله پاک مې دې قسم وي! زما ټول شک لرې شو او زما يقين راغلے چې دا موئے (ويښته) مبارک بالکل اصلي دي ما د الله پاک شکر ادا کړو، خلق هم ډير خوشحاله شول او هغه ځلمے هم پوخ عاشقِ رسول جوړ شو۔ ([2])

خوږو او محترمو اسلامي ورونړو! په دې واقعه کښې د زده کولو د پاره يوه اهمه نکته دا ده چې د کوم ځلمي په زړه کښې د موئے (ويښتو) مبارکو په باره کښې څه انديښنې وې، چا چې بيا بيا ثبوت غوښتو، د هغه د انديښنې لرې کولو او د هغه د سوال د جواب د پاره خلقو هغه د هغه وخت د رښتوني عاشقِ رسول، حضرت علامه مولانا عبد المصطفٰے اعظمي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه خوا له راوستو، لکه خلقو ته چې پته وه چې د دغه ځلمي د دې مرض علاج په کوم ځائے کښې کول دي؟ بيا اوګورئ! حضرت هم د علمِ دين په نور باندې معمور څومره د حکمت نه په ډک انداز کښې هغه ځلمے پوهه کړو د کوم په برکت چې هغه پوهه هم شو بلکه په خپله نادانئ


 

 



[1]... ابن ماجہ،کتاب الجنائز ،باب ذکر وفاتہ و دفنہ  ،صفحہ:263 ،حدیث:1637۔

[2]... منتخب حدیثیں، صفحہ:195 -198 ملخصاً۔