Book Name:Muye Mubarak Kay Waqiyat

خوږو او محترمو اسلامي ورونړو! بيان د ختمولو په لور بوځم او د سُنّت د فضيلت او د ژوند د ځينو آدابو بيانولو سَعَادت حاصلووم۔ رِسالت تاجدار، شهنشاهِ نبوت صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِه وَسَلَّم فرمائي: مَنْ اَحَبَّ سُنَّتِي فَقَدْ اَحَبَّنِي وَمَنْ اَحَبَّنِي كَانَ مَعِي فِي الْجَنَّةِ چا چې زما د سُنّت سره محبت اوکړو هغوئي زما سره محبت اوکړو او چا چې زما سره محبت اوکړو هغوئي به په جنّت کښې زما سره وي۔ ([1])

سینہ تیری سُنّت کا مدینہ بنے آقا!                  جنت میں پڑوسی مجھے تم اپنا بنانا

صَلُّوۡا عَلَى الۡحَبِيۡب                                                      صَلَّى اللّٰهُ عَلٰى مُحَمَّد

د زُلفو او د سر د ويښتو سُنَّت او آداب

د آخري نبي، رسولِ هاشمي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِه وَسَلَّم فرمان مبارک: د چا چې ويښته وي هغه دې د هغې اِکرام اوکړي۔ ([2]) يعني هغه دې وينځي، تيل دې ورکوي (يعني غوړوي دې) او ګمنځوي دې۔

خوږو او محترمو اسلامي ورونړو! د رسولِ اکرم، نورِ مُجَسَّم صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِه وَسَلَّم زُلفان مُبارک به کله د غوږونو مبارکو د نيمې پورې * کله به د غوږونو مبارکو د نرمی( آخرئ حصې) پورې او * بعضې وخت به چې غټ شو نو د اوګو مبارکو پوری يعني د اوګو مبارکو سره به ئې لګيدل * مونږ له پکار دي چې موقع په موقع درې واړه سُنَّت ادا کړو، يعني کله د غوږونو د نيمې پورې، نو کله د دواړو غوږونو پورې او کله تر اوګو پورې ويښته اوساتو * بعضې خلق (په ويښتو کښې) ښی یاګس طرفتہ لاره (کرښه) اوباسي دا د سُنَّت خلاف کار دے * سُنَّت دا دي چې که چرې په سر باندې ويښته وي نو په مينځ کښې دې لاره (کرښه) اويستلے شي * د نارينه سره اختيار دے چې د سر ټول ويښته اوخَرَئي يا ئې غټ کړي او په مينځ کښې ئې لاره (کرښه) اوباسي * حضرت اَنَس رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ فرمائي: خوږ آقا، د مدينې مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِه وَسَلَّم به په سر مبارک اکثر تيل لګول (يعني ويښته به ئې غوَړَوَل) او ګيره مبارکه به ئې اکثر ګمنځوله او اکثر به ئې په سَر مُبارک باندې کپړه کيښودله (يعني سر مُبارک به ئې پټولو) تر دې پورې چې کپړه به په تيلو لمده شوه۔([3])

تیل کی بُوندیں ٹپکتی نہیں بالوں سے رضا         صبحِ عارِض پہ لُٹاتے ہیں ستارے گیسو


 

 



[1]...مشکوٰۃ،کتابُ:الْاِیمان،بابُ:الْاِعْتِصَام، جلد:1، صفحہ:55، حدیث:175۔

[2]... ابو داؤد، کتاب الترجل، باب فی اصلاح الشعر، صفحہ:653، حدیث:4163 ۔

[3]...550 سنتیں اور آداب ، صفحہ:41 تا43 ملتقطاً۔