Book Name:Muye Mubarak Kay Waqiyat

د مُوئے (ويښتو) مُبارکو په قرآنِ پاک کښې ذِکر

په 30 سيپاره، سورۀ وَالضُّحیٰ، آيت نمبر: 1-2 کښې الله پاک فرمائي:

وَ الضُّحٰىۙ(۱) وَ الَّیْلِ اِذَا سَجٰىۙ(۲)  (پارہ:30،سورۂ ضحیٰ:1-2)

ترجمۀ کنزُ الايمان: د ساخت پہ وخت باندی قسم او د شپې قسم چې کله پرده راخورہ کړي۔

چې کله لمر راوخيژي او لږ شان اوچت شي، دا د ساخت وخت دے، دا هغه وخت دے کله چې الله پاک حضرت موسٰی عَلَیْهِ السَّلَام ته د کلام کولو شرف عطا کړو، په دې وخت باندې د فرعون راغوښتلے شوي جادوګرو د حضرت موسٰی عَلَیْهِ السَّلَام کلمه وئيلې وه او الله پاک ته په سجده شوي وو، بعضې مُفَسِّرينِ کرام فرمائي چې: په دې آيتونو کښې د ساخت نه د نُورِ جمالِ مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِه وَسَلَّم طرفته اشاره ده او د شپې نه د خوږ آقا، مدينې والا مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِه وَسَلَّم خوشبودارې زلفې مبارکې مراد دي۔ ([1]) يعنې په دې صورت کښې به د آيتِ کريم معنٰی دا شي: اے محبوبه (صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِه وَسَلَّم ) زمونږ دې ستاسو په روښانه مخ قسم وي! او ستاسو په مبارکو زلفو دې قسم وي! چې کله هغه په ھغہ ښکلي مخ پرده واچوی۔

ہے کلامِ اِلٰہی میں شمس و ضُحے، ترے چہرۂ نُور فزا کی قسم

قسمِ شبِ تار میں راز یہ تھا کہ حبیب کی زُلْفِ دوتا کی قسم

وہ خُدا نے ہے مرتبہ تجھ کو دیا،نہ کسی کو ملے، نہ کسی کو ملا

کہ کلامِ مجید نے کھائی شہا! ترے شہر و کلام و بقا کی قسم([2])

وضاحت: اے زما خوږه آقا صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِه وَسَلَّم ! الله پاک په قرآنِ پاک کښې د وَالضُّحٰی فرمائيلو سره ستاسو د مبارک مخ قسم کړے دے، لکه چې ورځ مُنَوَّره ده نو ستاسو د مبارک مخ په برکت او شپه چې تياره ده نو ستاسو د مبارکو زلفو په برکت۔ يا رسولَ الله صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِه وَسَلَّم ! کوم مقام، کومه مرتبه چې تاسو ته رَبِّ کائنات عطا کړې ده، هغه مقام او هغه مرتبه نه مخکښې چا ته


 

 



[1]... تفسیر خزائن العرفان،پارہ:30 ،سورۂ ضحیٰ ،تحت الآیۃ:1 -2 ، صفحہ: 1108 ملتقطاً و ماخوذاً۔

[2]... حدائق بخشش،صفحہ:80 ملتقطاً۔