Book Name:Muye Mubarak Kay Waqiyat

تاسو به هميشه کامياب ئې

خوږو او محترمو اسلامي ورونړو! د خوږ آقا، د مکي مدني مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِه وَسَلَّم ښکلي ښکلي ويښته مبارک صرف د شِفا ذریعہ نه ده، بلکہ دافعِ بَلا (يعني مصيبت لرې کوونکي) هم دي۔ عظيم صحابئ رسول حضرت خالد بن وليد رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ فرمائي چې: د حَجَّۃُ الْوَدَاع په موقع باندې چې کله نبي کريم، رَءُوف رَّحيم صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِه وَسَلَّم  ويښته اوخريل نو ما په مبارکو ويښتو کښې يو څو ويښته د ځان سره اوساتل۔ سرکارِ عالي وقار، مکي مدني تاجدار صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِه وَسَلَّم ما ته اوفرمائيل: مَا تَصْنَعُ  بِہٰوُ  لَا ءِ  یَا خَالِدُ اے خالده! ته به په دې ويښتو څه کوې؟ ما عرض اوکړو: اَتَبَرَّکُ بِہَا یَا رَسُوْلَ اللہ  وَاسْتَعِیْنُ بِہَا عَلَی الْقِتَالِ قِتَالَ اَعْدَائِیْ   يَا رسولَ الله صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِه وَسَلَّم ! زه به دا مُوئے (ويښته) مبارک د تبرک په طور د خپل ځان سره ساتم او د کافِرانو سره به په جهاد کښې د دې نه مرسته حاصلووم۔ دې اوريدو سره رسولِ اکرم، نورِ مُجَسَّم صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِه وَسَلَّم د حضرت خالد بن وليد رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ په مبارکه عقيده باندې د نبوت مهر اولګولو او اوئې فرمائيل: لَا تَزَالُ مَنْصُوْراً مَا دَامَتْ مَعَکَ يعني اےخالده! چې تر څو پورې دا ويښته ستا سره وي، د دې په برکت باندې به ته هميشه غالب ئې۔

حضرت خالد بن وليد رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ فرمائي چې: د هغه وخت نه ما موئے (ويښته) مبارک د خپلې ټوپئ په مخکښينئ حصه کښې محفوظ کړل، زه چې کله هم د دښمنانو د مقابلې د پاره ځم نو د موئے (ويښتو) مبارکو په برکت سره دښمنان هميشه شکست خوري۔ ([1])     

فقط اس واسطے خالد نے ہر اِک معرکہ جیتا               اُنہوں نے ٹوپی میں رکھے میرے سرکار کے گیسو

ولايت ورته ميلاؤ شو

امامُ الاوليا، حضور داتا ګنج بخش علي هجويري رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه فرمائي چې: حضرت ابو العباس مهدي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه د مَرُو نومې علاقې د ډيرې مالدارې کورنئ سره تعلق لرلو، د والد صاحب د وفات کيدو نه پس هغوئي ته په وراثت کښې ډير دولت ميلاؤ شو، يو ځلې هغوئي ته معلومه شوه چې د فلانکي کَس سره د رحمتِ عالم، حبيبِ مکرم صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِه وَسَلَّم 2 موئے (ويښته) مبارک دي۔ د هغوئي په زړه کښې د مُوئے (ويښتو) مبارکو د ليدو شوق راوچت شولو نو هغوئي هغه موئے (ويښته) مبارک په څه طريقه باندې حاصل کړل، بس د دغه موئے (ويښتو) مبارکو په برکت سره الله پاک هغوئي ته د توبې توفيق عطا کړو او د هغوئي ته ئې د ولايت اوچته


 

 



[1]... فتوح الشام، الشعار،جلد:1، صفحہ:258۔