Book Name:Muye Mubarak Kay Waqiyat

فَاِنْ اٰمَنُوْا بِمِثْلِ مَاۤ اٰمَنْتُمْ بِهٖ فَقَدِ اهْتَدَوْاۚ    (پارہ:1،سورۂ بقرہ :137)

ترجمۀ کنزُ الايمان: بيا چې هغوئي هم داسې ايمان راوړي څنګه چې تاسو راوړے دے نوبیاخو هغوئي هدايت بياموندلو۔

معلومه شوه چې د صحابۀ کرامو عَليهمُ الرّضوَان ايماني کيفيتونه زمونږه د پاره راهنما دي، لکه څنګه ايمان چې د صحابۀ کرامو عَليهمُ الرّضوَان وو، مونږه به هم هغه شان ايمان راوړو، بيا به راته هدايت ميلاويږي۔

صَلُّوۡا عَلَى الۡحَبِيۡب                                                      صَلَّى اللّٰهُ عَلٰى مُحَمَّد

عشق د دليل محتاج نه دے،خود شريعت پابند دے

اوس لږ د حضرت ابُو اَيُّوب انصاري رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ عمل مبارک ته اوګورئ! هغوئي موئے (ويښته) مبارک د زمکې تہ په تللو اوليدو، سمدستي راوړاندې شو او په لاسونو کښې ئې را اونيولو، دا د دې خبرې دليل دے چې عشق د دليل محتاجه نه دے، آؤ! خو د شريعت د حدونو پابند ضرور دے۔ اوګورئ! موئے (ويښته) مبارک په زمکه د غورځيدو نه د بچ کولو په يو آيت يا حديث کښې هم حکم نشته، حضرت ابو اَيُّوب انصاري رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ د سرکارِ رسالت مآب صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِه وَسَلَّم په مخکښې دا عمل اوکړو، جانِ کائنات، فخرِ موجودات صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِه وَسَلَّم هغه د دې نه منع نه کړو بلکه د خير دعا ئې ورته اوکړله۔ بل خوا چې کله صحابۀ کرامو عَليهمُ الرّضوَان په عشق کښې کعبۀ جان او کعبۀ ايمان صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِه وَسَلَّم ته د سجدې کولو اجازت اوغوښتو نو هغوئي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِه وَسَلَّم د دې نه منع اوفرمائيله۔ ([1])

 معلومه شوه چې هر هغه عمل کوم چې د عشقِ رسول ترجماني اوکړي او د شريعت د حدونو نه بهر هم نه وي، هغه جائز او ښه دے بلکه د محبوبِ رَبّ، سيدِ عرب صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِه وَسَلَّم د رضا د ميلاويدو سبب دے۔ ځکه د ميلاد په مياشت کښې کورونه ښائسته کول، جنډې لګول، لائيټنګ کول، ميلاد لمانځل، لنګر پخول، په غريبانانو خوړل، محفلونه راجوړول، په جلوس کښې تګ هم بالکل جائز کار دے چې عاشقانِ رسول د ميلاد شريف په خوشحالئ کښې دا هر څه د عشقِ رسول په وجه کوي او دا خبرې د شريعت خلاف هم نه دي، نودې ته ناجائزه او بدعت ولې اووئيلے شي۔۔۔؟؟

خاک ہو جائیں عَدُو جَل کر مگر ہم تو رضاؔ         دَم میں جب تک دَم ہے ذِکر اُن کا سُناتے جائیں گے


 

 



[1]... شرح الزرقانی علی المواہب ،المقصد الرابع ،باب سجود الجمل و شکواہ الیہ،جلد:6 ،صفحہ :540 ماخوذاً ۔