Book Name:Muye Mubarak Kay Waqiyat

باندې عمل کوونکي جوړ شو، زمونږه ويښته، جامې، ګرځيدل، ناسته پاسته هر څه د سُنَّتو مطابق شي۔

مِری عادتیں ہوں بہتر بنوں سُنَّتوں کا پیکر                                            مجھے مُتَّقی بنانا مَدنی مدینے والے

ملے سنّتوں کا جذبہ مِرے بھائی چھوڑیں مولیٰ                               سبھی دَاڑھیاں مُنڈانا مَدنی مدینے والے

د سر او ګيرې مبارکې ويښته به ئې غوَړَوَل

زمونږه خوږ آقا، مکي مدني مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِه وَسَلَّم به د خپل سر مبارک او ګيرې مبارکې ويښته غوَړَوَل، ګمنځَوَل به ئې، په مينځ به ئې اړَوَل (يعني د سرمبارک په ويښتو کښې به ئې په مينځ کښې لاره يا کرښه ويستله)۔ حضرت اَنس بن مالِک رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ فرمائي: د الله پاک محبوب، دانائے غُيُوب (د غيبو په خبرو پوهيدونکي) صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِه وَسَلَّم به د سر ويښته غوړول او ګيره مبارکه به ئې ګمنځوله او اکثر به ئې په سر مبارک باندې کپړه ايښوده (يعني رومال تړلو)، تر دې پورې چې هغه کپړه به په تيلو لمدہ وہ۔ ([1])   

شانہ ہے پنجۂ قدرت ترے بالوں کے لئے

کیسے ہاتھوں نے شہا! تیرے سنوارے گیسو

تیل کی بُوندیں ٹپکتی نہیں بالوں سے رضا

صبحِ عارِض پہ لٹاتے ہیں ستارے گیسو([2])

وضاحت: د رسولِ اکرم، نورِ مُجَسَّم صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِه وَسَلَّم مبارکو لاسونو ته رَبِّ کريم يدُ الله وئیلے دے،
سُـبْحٰـنَ الـلّٰــه! دا څومره د قُدرت والا لاسونه دي، چې دا اشاره اوکړي نو سپوږمئ دوه ټوټې شي، پريوتے لمر راواپس شي، چې د بيمار سره اولګي نو شِفا بيامومي، په داسې کامل قدرت لرونکو لاسونو به تاسو زُلفې سمولې، اعلٰی حضرت رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه ددی پہ بارہ کښی فرمائي: يَا رسولَ الله صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِه وَسَلَّم ! پنجۀ قدرت (يعني هغه مبارک لاسونه کوم چې يَدُ الله دي، کامل قُدرت والا دي)، هغه ستاسو د زلفو مبارکو د پاره ګمنځ ده، مَاشَآءَ اللہ! اے شاهِ کونين صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِه وَسَلَّم ! څنګه لاسونو ستاسو زلفې سمې کړې دي۔ سرکارِ عالي وقار، مکي مدني تاجدار صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِه وَسَلَّم به دومره تيل استعمالول چې د ويښتو مبارکو نه بہ ئی څاڅکی کیدل۔ اعلٰی حضرت رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه


 

 



[1]... شمائل  ِمحمدیہ ، صفحہ:23، حدیث:33۔

[2]... حدائقِ بخشش،صفحہ:121 ملتقطاً ۔