Book Name:Muye Mubarak Kay Waqiyat

د موئے مبارک په باره کښې خوندوره مکالمه

شيخ الحديث حضرت علامه عبد المصطفٰے اعظمي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه فرمائي: يو ځل په يو ځائے کښې د موئے مبارک د زيارت جلسه وه، خلقو زيارت کولو، ناڅاپه هلته يو ځلمي شيخې شروع کړه، خلقو ته ئې اووئيل: څه ثبوت دے چې دا ويښته د سرکارِ عالي وقار، مکي مدني تاجدار صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِه وَسَلَّم دے؟ په دې باندې يو بل ته ډيرې زياتې خبرې اوشوې۔ په آخر کښې د محلې والوو هغه ځلمے زما خوا له دار العلوم ته راوستو۔ ځلمي ډير په زړورتيا سره زما سره خبرې شروع کړې او زما نه ئې هم دغه غوښتنه اوکړه چې تاسو ثابته کړئ چې په فلانکي ځائے کښې چې کوم موئے (ويښته) مبارک  دي هغه واقعي چې د حُضُور صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِه وَسَلَّم ويښته مبارک دي۔ د دې څه ثبوت دے؟ ما د هغه نه ډيره په نرمه ژبه او د محبت په لهجه کښې پوښتنه اوکړه: ستا څه نوم دے؟ اوئې وئيل: عبد القادر۔ بيا ما پوښتنه اوکړه: ستا د والد صاحب څه نوم دے؟ اوئې وئيل: عبدُ الله۔

زه يو منټ خاموشه شوم۔ بيا مې د هغه نه پوښتنه اوکړه: آيا ته د عبد الله ځوي ئې؟ هغه اووئيل: آؤ جي۔ زه بيا يو منټ خاموشه شوم، بيا مې پوښتنه اوکړه: آيا ته د عبد الله ځوي ئې؟ زما په دې پوښتنه هغه له غصه ورغله او په زوره ئې اووئيل: آيا تاسو به بيا بيا زما نه دغه پوښتنه کوئ؟ آؤ زه د عبد الله ځوي يم۔ زه چپ شوم۔ چې هغه له ډيره زياته غصه ورغله نو ما اووئيل: زه ئې نه منم چې ته د عبد الله ځوي ئې۔ ستا سره داسې څه ثبوت دے چې ته د عبد الله ځوي ئې؟ تر څو پورې چې ته د دې ثبوت وړاندې نه کړې زه هيڅکله هم تا د عبد الله ځوي نشم منلے۔ دې اوريدو سره هغه خاموشه شو۔ بیا ما اووئيل: خبرې ولې نه کوې؟ څه ثبوت دے چې ته د عبد الله ځوي ئې؟ بيا هم هغه چپ وو خو د هغه رنګ زيړ شو۔ ما چې کله دا محسوسه کړه چې اوس د ده سره جواب نشته نو ما پخپله هغه ته اووئيل: وروره! د دې نه علاوه ستا سره څه ثبوت دے چې ستا مور تاته وئيلي دي چې ته د عبد الله ځوي ئې؟ ستا د مور نه علاوه چې ته د عبد الله ځوي ئې په دې په ټوله دنيا کښې نه څوک ګواه شته او نه څه ثبوت خو ته صرف د خپلې مور په وئيلو چې ته د عبد الله ځوي ئې دومره پوخ يقين ساتې نو د خانه کعبې دننه په سر باندې د قرآنِ پاک کيښودو سره به هم ته دا وائي چې زه د عبد الله ځوي يم۔ صرف د يوې زنانه په وئيلو تا اومنله او يقين دې اوکړو چې ستا پلار عبد الله دے نو د سوؤنو کالو نه په زرګونو، لکونو انسانان دا وائي چې دا موئے (ويښته) مبارک د حُضُور صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِه وَسَلَّم ويښته مبارک دي نو که چرې مونږ په دې خبره يقين اوکړو نو آيا په دې کښې د اعتراض څه ځائے شته؟

زما د جذباتو نه د ډکو دې خبرو اوريدو سره هغه دومره متاثره شو چې په ژړا شو تر دې پورې چې هغه