Book Name:Muye Mubarak Kay Waqiyat

د عمل كولو او نورو ته د رَسَولو كوشش كووم.

صَلُّوۡا عَلَى الۡحَبِيۡب                                                      صَلَّى اللّٰهُ عَلٰى مُحَمَّد

د موئے (ويښتو) مبارکو دیوانہ

د بَلخ يو سوداګر وو،ھغہ ډير مالداره وو، د دنيا د مال او دولت سره سره د هغه سره يو قيمتي دولت يعني د سرکارِ عالي وقار، مکي مدني تاجدار صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِه وَسَلَّم 3 مُوئے (ويښته) مبارک هم وو، د هغه سوداګر 2 ځامن وو، چې کله هغه سوداګر وفات شو نو دواړو ځامنو ئې ټول مال په خپل مينځ کښې يو شان تقسيم کړو خو يومشکل وو، هغه دا چې موئے (ويښته) مبارک 3 وو، نو هغه مشر هلک هغه کشر ته اووئيل: يو مُوئے (ويښته) مبارک ته د ځان سره کيږده، يو به زه کيږدم او د دريم مُوئے (ويښته) مبارک به 2 برخې کړو،نو مُوئے (ويښته) مبارک هم بہ ھم يو شان تقسيم شي۔

د سوداګر کشر ځوي عاشقِ رسول وو، هغه په زورہ اووئيل: زه هيڅکله هم دا نه خوښووم چې زما د آقا، مکي مدني مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِه وَسَلَّم ويښته مبارک دې 2 ټوټې کړے شي۔ مشر هلک کوم چې د دنيا د مال لالچي وو، اووئيل: که چرې ستا د مُوئے (ويښته) مبارک سره دومره مينه ده نو داسې اوکړه چې د خپلې برخې ټول دولت ما له راکړه اودا درې واړه مُوئے (ويښته) مبارک ته واخله!

دی رښتوني عاشقِ رسول ته نور څه پکار وو۔۔۔!!

تختِ سکندری پر وہ تُھوکتے نہیں ہیں                                                               بستر لگا ہے جن کا سرکار کی گلی میں

کشر ځوي ئې سمدستي دا پیشکش قبول کړو او خپل ټول مال ئې ورکړو او د رسولِ اکرم، نورِ مُجَسَّم صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِه وَسَلَّم  ويښته مبارک ئې ترې واخستل۔

بیا ئې کشر ځوي د موئے (ويښتو) مبارکو سره ځان لہ اوسيدل شروع کړل ،د هغه سره د دنيا مال اګرچہ نه وو خود هغه سره دغہ قيمتي دولت خووو، هغه به هره ورځ ډير په شوق سره د موئے (ويښتو) مبارکو زيارت کولو او ډير زيات درودِ پاک به ئې لوستل، د دې سره سره ئې يو وړوکے شان کاروبار هم شروع کړو، د مُوئے (ويښتو) مبارکو وړومبے برکت دا څرګند شو چې د هغه مال به ورځ په ورځ زياتيدو۔

بل خوا مشر ځوي چا چې مال قبول کړے وو او موئے (ويښته)