Book Name:Muye Mubarak Kay Waqiyat

مبارک ئې ورکړے وو، د هغه مال په کميدو شو، وخت هم داسې تيريدو، آخِر يو وخت راغلے چې هغه عظيم عاشقِ رسول کوم چې د مُوئے (ويښتو) مبارکو په خاطِرد دنيا دولت له لَتَه ورکړې وه، يعني د سوداګر کشر ځوي د دنيا نه رخصت شو، د هغه د وفات کيدو نه پس د هغه زمانې يو نيک بزرګ ته په خوب کښې د رسولِ اکرم، نورِ مُجَسَّم صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِه وَسَلَّم زيارت نصيب شو، سرکارِ ذي وقار، مکي مدني تاجدار صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِه وَسَلَّم اوفرمائيل: خلقو ته اووايه! چا ته چې څه حاجت راپيښ شي هغوئي دې د دې سوداګر د کشر ځوي قبر له لاړ شي او د حاجت د پاره دې دُعا اوکړي، د هغوئي حاجت به پوره کيږي۔

بس اوس څه ګوری ،چی د هغه عظيم عاشقِ رسول د مزار ډير لوئي عظمت شروع شو،ڈلی ڈلی خلق به هلته تلل او خپل مُرادونه به ئې حاصلول، هغه عظيم عاشقِ رسول ته د مُوئے (ويښتو) مبارکو دا صِله ميلاؤ شوه چې ډير غټ غټ خلق به کله هم د هغوئي د مزار په خوا تيريدل نو د سورلئ نه به کوزيدل او د اَدَب د وجی به د مزار په خوا پيدل تلل۔ ([1])

سُـبْحٰـنَ الـلّٰــه! خوږو او محترمو اسلامي ورونړو! تاسو اوکتل زمونږه د خوږ آقا او مولا، مکي مدني مصطفٰے  صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِه وَسَلَّم  د مُوئے (ويښتو) مبارکو هم څومره عجيبه شان دے۔۔۔!! الله پاک دې د دغه برکت والا مزار شريف په برکت مونږه هم د عشقِ رسول په نعمت غني کړي۔ کاش! چې زمونږه د ګنهګارانو هم د مُوئے (ويښتو) مبارکو زيارت او برکتونه نصيب شي۔۔۔!!

سُوکھے دھانوں پہ ہمارے بھی کرم ہو جائے                              چھائے رحمت کی گھٹا بن کے تمہارے گیسو

ہم سیہ کاروں پہ یا ربّ! تپشِ محشر میں                                                            سایہ اَفگن ہوں ترے پیارے کے پیارے گیسو([2])

وضاحت: يَا رسولَ الله صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِه وَسَلَّم ! زمونږه په وَچ پټي باندې کرم اوفرمائې! چې ستاسو مبارک زُلفان د رَحمت د وريځو په شان راخوره شي نو زمونږه عملونه، اخلاق، کردار وغيره وَچ پَټي به تَک شنه شي۔ يا الله پاکه! د قيامت په ورځ چې کله لمر په پاؤ باندی يو ميل فاصله باندې شي او سم اور وَرَوي، د اوسپنې زمکه سمه سره شوی وي، په هغه وخت کښې ستا د خوږ محبوب صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِه وَسَلَّم د خوږو زلفانو سورے زمونږ نصيب کړې۔


 

 



[1]... ذکر جمیل، صفحہ:77 -78 ملخصاً۔

[2]... حدائق بخشش،صفحہ:119  -120 ملتقطاً۔