Book Name:Muye Mubarak Kay Waqiyat

فرمائي: اے رضا! چې په غور اوګورې! دا تيل نه راڅاڅي، په اَصل کښې شپه په رُخِ وَالضُّحیٰ باندې ستوري نولي (شيندي)۔

صَلُّوۡا عَلَى الۡحَبِيۡب                                                      صَلَّى اللّٰهُ عَلٰى مُحَمَّد

د سَر بند استعمال سُنَّت عمل دے

اے عاشقانِ رَسُول! د بيان شوي روايت نه دا معلومه شوه چې، تيل لګول (يعني ويښته غوړول)، ګمنځول او په سر باندې کپړه ساتل (يعني رومال ساتل) سُنَّت مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِه وَسَلَّم دی۔

  مونږ له هم پکار دي چې کله ويښته غوړ کړو نو په يوه وړه شانتې کپړه (رومال) باندې سر اوتړو، داسې به په سُنَّت باندې عمل هم اوشي او ټوپئ او عمامه (پټکے) شريف به په تيلو د غوړيدو نه هم بچ وي۔ عاشِقِ سُنَّت، شيخِ طريقت، اميرِ اهلِسُنَّت حضرت علّامه مولانا ابو بلال محمد الياس عطّار قادري رضوي دَامَتْ بَرَکَاتُہُمُ الْعَالِیَه اَلْحَمْدُ لِلّٰہِ! ! ټول کال پخپله هم سَر بند استعمالوي او ټولو عاشقانِ رسول ته هم د دې ترغيب ورکوي۔ الله پاک دې مونږه هم د سُنَّتو عامِلان (يعني په سُنَّتو باندې عمل کوونکي) جوړ کړي۔ اٰمِيۡن بِجَاهِ النَّبِيِّ الۡاَمِيۡن صَلَّى اللّٰهُ عَلَيۡهِ وَاٰلِه وَسَلَّم

 مُوئے (ويښته) مبارک ئې تقسيم کړل

د حَجَّۃُ الوِداع موقع وه، حضرت اَنَس بن مالِک رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ فرمائي: رسولِ اکرم، نورِ مُجَسَّم صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِه وَسَلَّم منٰی ته تشريف راوړو، شيطانان ئې په کانړو ويشتل او بيا ئې قرباني اوکړه او خپل کور ته ئې تشريف راوړو، بيا خوږ آقا، د مدينې مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِه وَسَلَّم حجام راوبللو او د خپل سرمبارک د خیی طرف نه ئې ويښته مبارک اوخَريل او حضرت ابو طلحه انصاري رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ ته ئې ورکړل بيا ئې د زړه والا اړخ نه ويښته مبارک اوخريل او هغه ئې هم ابو طلحه انصاري رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ ته ورکړل او اوئې فرمائيل: دا ټول ويښته په خلقو کښې تقسيم کړه! ([1])

آخرِ حج غمِ اُمّت میں پریشاں ہو کر                تِیرہ بختوں کی شفاعت کو سِدھارے گیسو([2])


 

 



[1]... مسلم ،کتاب الحج،باب بیان ان السنۃ یوم النحر،صفحہ:485 ،حدیث :1305۔

[2]... حدائق بخشش،صفحہ:119۔