Book Name:Muye Mubarak Kay Waqiyat

موئے (ويښتو) مبارکو محبت د هغوئي زړه ته پريوتلو، هغوئي ډير بے قراره شول او هم هغه وخت ئې سيد حميد رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه ته خواست اوکړو چې مهرباني اوکړئ مُوئے (ويښته) مبارک ما له راکړئ! سيد حميد رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه اوفرمائيل: تجارت (سوداګري) ستاسو پيشه ده، تاسو به د سوداګرئ په کارونو کښې مصروفه ئې، د مُوئے (ويښتو) مبارکو به پوره احترام اونکړے شي۔

بل خوا په خواجه نُورُ الدِّين رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه باندې د مُوئے (ويښتو) مبارکو محبت داسې غالب وو چې د هغوئي زړه ته د يوې لحظې د پاره هم سکون نه راتلو، زړه ئې فريادونه کول او د سترګو نه ئې اوښکې بهيدلې۔

په دغه شپه سيد حميد رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه ته په خوب کښې د سرکارِ عالي وقار، مکي مدني تاجدار صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِه وَسَلَّم زيارت نصيب شو۔ په غيبو پوهيدونکي نبي، رسولِ هاشمي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِه وَسَلَّم اوفرمائيل: حميده ځويه! نُورُ الدِّين مه مايوسه کوه! د هغه مراد پوره کړه۔۔۔!!

سيد حميد رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه چې څنګه راپاڅيدو نو فوراً ئې خواجه نُورُ الدِّين رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه راوبللو او  ډير په اَدَب او احترام سره ئې ورله موئے (ويښته) مبارک ورکړل۔ خواجه نُورُ الدِّين رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه موئے (ويښته) مبارک واخستل او د لاهور په لاره کشمير ته روان شولو۔ دا د خالي ورځ  کال 1111 هجري وه او شبِ قدر وه، چې کله لاهور ته اورسيدل نو خواجه نُورُ الدِّين رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه ته ډير غټ هر کلے اووئيلے شو، د لاهور خلقو ډير په شوق کښې په ډير اَدَب او احترام سره د مُوئے مبارک زيارت اوکړو۔ اتفاقاً په دغه ورځو کښې په لاهور کښې مغل بادشاه سلطان اورنګ زيب عالمګير رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه هم موجود وو، کله چې هغوئي ته د حالاتو پته اولګيده نو هغوئي خواجه نُورُ الدِّين رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه دربار ته راوبللو او خپل پير او مرشد حضرت ابو صالح رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه او نورو څوو عالمانو او مشائخو د کشف په ذريعه د مُوئے (ويښتو) مبارکو تصديق اوکړو، بيا ئې د خلقو د اطمينان د پاره موئے (ويښته) مبارک په اور کيښودل خو هيڅ اثر پرې اونشو، چې لمر ته ئې کيښودل نو د هغه مبارکو پاکو ويښتو سورے جوړ نه شو، بيا ئې چې موئے (ويښته) مبارک په شاتو والا کاغذ کيښودل نو يوه مچئ ئې هم خوا له رانغله۔

د دې ټولو طريقو نه د تصديق کولو نه پس سلطان اورنګ زيب عالمګير رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه خواجه نُورُ الدِّين رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه ته  اوفرمائيل: ته سوداګر انسان ئې، د سوداګرئ په غرض به هر ځائے ته سفر کوې، دا مُوئے (ويښته) مبارک مونږ له راکړه، مونږ به دا ويښته مبارک په اجمير شريف کښې د خواجه غريب نواز رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه په دربار شريف کښې په اَدَب او احترام سره کيږدو۔ د خواجه صاحب رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه دربار شريف د مُوئے (ويښتو) مبارکو د پاره بهترين او مناسب ځائے دے۔

خواجه نُورُ الدِّين رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه چا چې د مُوئے (ويښتو) مبارکو سره ډيره مينه کوله، وړومبے خو هغوئي د