Book Name:Muye Mubarak Kay Waqiyat

سلطان اورنګ زيب رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه په دې وړانديز باندې رضا نه شول خو د سلطان په بيا بيا وئيلو د خواجه نُورُ الدِّين رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه زړه نه غوښتل خو بيا ئې هم موئے (ويښته) مبارک سلطان ته اوسپارلو۔

خواجه نُورُ الدِّين رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه خو موئے (ويښته) مبارک سلطان ته اوسپارلو خو د هغوئي زړه بيا هم بے قراره وو، د زړه نه ئې ساړه اسويلي وتل، د مُوئے (ويښتو) مبارکو جدائيئ د يوې لحظې د پاره سکون ته نه پريښودو، آخر يو عاشقِ رسول د موئے (ويښتو) مبارکو د جدائيئ غم برداشت نه کړو او هم په دغه غم کښې ئې د دنيا نه سفر اوکړو۔

په آخِري وخت کښې خواجه نُورُ الدِّين رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه دا وصيت اوکړو چې د وفات کيدو نه پس ما هم په هغه ځائے کښې خاورو ته اوسپارئ چرته چې مُوئے (ويښتو) مبارکو تشريف ايښودے وي، دې وئيلو سره هغوئي د دنيا نه رخصت شول۔ دلته چې خواجه نُورُ الدِّين رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه وفات شو نو د سلطان اورنګ زيب رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه پيغام راغلے، هلته کښې موجود مَيدَنَش نومې يو کَس سلطان فوراً دربار ته اوغوښتو۔ چې کله  دا مَيدَنَش دربار ته اورسيدو نو سلطان اورنګ زيب رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه اوفرمائيل چې: ما ته په خوب کښې الله پاک د محبوب صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِه وَسَلَّم زيارت نصيب کړو، خلفائے راشدين عَليهمُ الرّضوَان هم د حضور صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِه وَسَلَّم سره وو او هغوئي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِه وَسَلَّم چرته تشريف وړلو۔ ما عرض اوکړو: حُضُور! د کوم حائے اراده مو کړې ده؟ ارشاد ئې اوفرمائيلو: د دهلي نه راغلم او کشمير ته روان يم، تا زمونږه عاشق غمژن او مايوسه کړے دے، د هغه آرمان پوره کړه!

د سلطان اورنګ زيب رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه خوب ئې چې واوريدلو نو مَيدَنَش اووئيل چې خواجه نُورُ الدِّين رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه وفات شوے دے او هغوئي وصيت کړے دے چې چرته موئے (ويښته) مبارک وي، ما دې هلته خاورو ته اوسپارلے شي۔ دا ئې چې واوريدل نو سلطان ډير خفه شو خو اوس ئې څه کولے شو۔ بهر حال! سلطان موئے (ويښته) مبارک د صندلو په يو صندوق کښې کيښودل او ډولئ ئې خہ  ښائسته کړہ اود موئے (ويښتو) مبارکو صندوق او  د خواجه نُورُ الدِّين رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه بدن مبارک  ئې کشمير ته د وړلو د پاره روان کړو۔ دا مبارکه قافله د لاهور نه روانه شوه او په 1111 هجرئ د جمعې په ورځ شوپيان نومې علاقې ته اورسيدله۔

د موئے (ويښتو) مبارکو د هر کلي د پاره په زرګونو خلق راجمع شوي وو۔ د هغه وخت شيخ حضرت داؤد چشتي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه سره د نورو ډيرو عالمانو او مشائخو درود او سلام لوستلو او ډير په اَدَب او احترام سره ښپي ابله ښپې روان وو۔ د عالمانو او مشائخو په مشوره باندې په باغ صادق خان کښې د شاهجهان بادشاه په جوړې کړے شوې ښکلې ودانئ کښې مُوئے (ويښته) مبارک کيښودے شو او د خواجه نُورُ الدِّين رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه خپلوانو د دغې ودانئ سره خوا کښې زمکه په پيسو واخسته او هلته ئې هغوئي خاورو ته اوسپارل۔