Book Name:Dil Ki Islah Kyun Zaroori Hai

دِل   کہ   تِیمار  ہمارا  کرتا                                                   آپ  بِیمار  ہے  کیا  ہونا  ہے

تیرے بِیمار کو میرے عیسیٰ             غش   لگاتار   ہے   کیا  ہونا   ہے[1]

وضاحت: زړه به زمونږه تپوس څنګه کولو، هغه خو پخپله بيمار دے، اے زما خبر اخستونکيه! زما د زړه خبر واخله چې په دې پرله پسې دورې راځي، ستا نه علاوه زما هيڅ څوک پوښتنې والا نشته.

د نيکئ او ګناه عجيبه پيژندګلو

يو صحابـئ رسول دے: حضرت وابِصَه رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ . ډير پرهيزګاره او د الله پاک نه ويريدونکے وو، اکثر به ئې د الله پاک د ويرې نه ژړل. هغوئي فرمائي: يو ځل ما سوچ اوکړو چې د رسولِ اکرم نورِ مُجَسَّم صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم نه د نيکئ او ګناه په باره کښې پوښتنه اوکړم، نو هم داسې ما په زړه کښې دا اراده اوکړله او د رسولُ الله صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم په دربار کښې حاضر شوم. سرکارِ عالي وقار، مکې مدني تاجدار صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم ماته اوکتل او اوئې فرمائيل: اُدْنُ یَا وَابِصَۃُ! اے وابِصَه رانزدې شه! زه ورنزدې شوم، تر دې پورې چې زما زنګونان د سرورِ عالَم، نورِ مُجَسَّم صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د زنګونانو مبارکو سره اولګيدل. اوس د غيبو خبر وركوونكے نبي، رسولِ هاشمي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم اوفرمائيل: وابِصَه! زه اووايم چې ته څه پوښتنې کولو د پاره راغلے ئې؟


 

 



[1]...حدائق بخشش، صفحہ:166-167 ملتقطاً۔