Book Name:Dil Ki Islah Kyun Zaroori Hai

نه ګوري بلکه الله پاک خو ستاسو زړه ته ګوري.[1]

امامِ غزالي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه فرمائي: د دې حديثِ پاک نه معلومه شوه چې زړه د رَبُّ الْعَالَمِیْن د نظر ځائے وي، حيرانتيا ده په هغه کَس څوک چې د ظاهر سمولو اهتمام کوي، خپل ظاهر وينځي، د خِيري او ګند نه ئې پاک كوي چې خلق د هغه ظاهري عيب اونه ويني خو د زړه د صفائې اهتمام نه کوي کوم چې د رَبُّ الْعَالَمِیْن د نظر مقام دے...!![2]

  د الله پاک د قُرب حقدار څوک دے؟

اَللهُ اکبر! اے عاشقانِ رَسُول! د غور مقام دے! مونږه چې د خوب نه بيدار نه شو او مخ اونه وينځو، د کور نه نه اوځو، که جامې خِيرنې وي نو د خلقو مخې ته د تلو نه ډډه کوو، نن سبا زمونږ د معاشرې ډير ځلمي په زرګونو روپئ صرف د ويښتو په سټائل جوړولو لګوي او په مخ پته نه لګي چې څه څه لګوي، په دې فيشنونو روپئ هم لګي، وخت هم لګي، خو خلق دا هر څه کوي، ولې؟ ځکه چې زه ښکلے ښکاره شم او زما د ليدلو سره خلق زما تعريف اوکړي.

خو افسوس! زړه خيرن دے، په زړه باندې د ګناهونو تور والے خور شوے دے، په زړه کښې غلط خيالونه دي، بدګمانئ دي، تَکَبُّر، غرور


 

 



[1]...مسلم، کتاب البر والصلۃ، باب تحریم  ظلم المسلم، صفحہ:995، حدیث:2564۔

[2]...منہاج العابدین، صفحہ:149 بتغیر۔