Book Name:Dil Ki Islah Kyun Zaroori Hai
يو شاعر وئيلي دي:
دِلِ مردہ دِل نہیں، اسے زِندہ کر دوبارہ یہی اُمَّتوں کے مرضِ کُہُن کا چارہ
وضاحت: کله چې زړه مړ شي، په زړونو د ګناهونو زنګ اولګي، د کُفر تيرې پرې خورې شي نو قومونه تباه او برباد شي، ځکه قومونه د تباهئ نه د بچ کولو دا طريقه ده چې د هغوئي د زړونو اصلاح اوکړے شي، د تورو زړونو نه زنګ لرې کړے شي او صفا ستهرا پړقيدونکي جوړ کړے شي.
د مړو زړونو والوؤ په شان مه کيږئ...!!
الله پاک په قرآنِ کريم کښې فرمائي:
وَ لَا یَکُوۡنُوۡا کَالَّذِیۡنَ اُوۡتُوا الۡکِتٰبَ مِنۡ قَبۡلُ فَطَالَ عَلَیۡہِمُ الۡاَمَدُ فَقَسَتۡ قُلُوۡبُہُمۡ ؕ
(پارہ:27،سورۂ حدید:16)
[مفهوم] ترجمۂ کَنْز الايمان: او د هغوئي په شان مه کيږئ كومو ته چې مخکښې کتاب ورکړے شو بيا په هغوئي باندې موده اوګږده شوه نو د هغوئي زړونه سخت شول.
په دې آيتِ کريمه کښې الله پاک د مخکښينو قومونو ذِکر فرمائيلے دے چې هغه خلق چا ته چې مخکښې کتاب ورکړے شوے وو، هغوئي په اوګږدو اُميدونو کښې پريوتل، د کوم په سبب چې د هغوئي زړونه سخت شول، بس اے مسلمانانو! د مکي مدني تاجدار صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم رښتينې