Book Name:Dil Ki Islah Kyun Zaroori Hai
د دې په وجه د الله پاک معرفت نصيب کيږي، مونږ له پکار دي چې د زړه صفا سُتهرا ساتلو ته پوره تَوَجُّه اوکړو، زړه د ګناهونو د خيري نه بچ کړو، د باطني ګناهونو نه زړه پاک کړو، د بُغض او کينې، بدګمانئ، د دُنيا د محبت، د مال د محبت، د غُرور، تَکَبُّر، حَسَد وغيره ګندګو نه ئې محفوظ کړو. الله پاک دې مونږ ته د زړه پاکي نصيب کړي.
اٰمِین بِجَاہِ خَاتَمِ النَّبِیِّيْن صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم
خوږو او محترمو اسلامي ورونړو! د زړه بيمارئ بيشميره دي او د هغې علاجونه هم ډير زيات دي، امام غزالي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه په منهاجُ العابدين کښې د دې خلاصه کړې ده، هغوئي فرمائي: د زړه د سختئ 4 بنيادي وجې دي، که چرې انسان د دې نه بچ شي نو اِنْ شَآءَ اللّٰہُ الْکَرِیم! د هغه زړه به صفا شي.
(1): د زړه د سختئ وړومبے سبب: اوګږد اُمِّيد
د زړه د سختئ وړومبے سبب دے: اوږد اُمِّيد، يعني تر ډيرې مودې پورې د ژوندي پاتې کيدو يقين. دا د زړه د سختئ بنيادي سبب دے، الله پاک په قرآن کريم کښې فرمائي:
فَطَالَ عَلَیۡہِمُ الۡاَمَدُ فَقَسَتۡ قُلُوۡبُہُمۡ ؕ (پارہ:27،سورۂ حدید:16)
[مفهوم] ترجمۂ کَنْز الايمان: بيا په هغوئي باندې موده اوګږده شوه نو د هغوئي زړونه سخت شول.